news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان او ایرلنډ د پنځوس اوریزو سیالیو لړۍ پیلوي؛ د لومړۍ بریا لپاره به سیالي کوي

افغانستان او ایرلنډ د پنځوس اوریزو سیالیو لړۍ پیلوي؛ د لومړۍ بریا لپاره به سیالي کوي

افغانستان او ایرلنډ د پنځوس اوریزو سیالیو لړۍ پیلوي؛ د لومړۍ بریا لپاره به سیالي کوي

 بریانیوز/چهارشنبه  ( ۱۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د شمالي ایرلنډ په بریډي کرکټ لوبغالي کې د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کوي

دا سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د نړیوال جام لپاره د دواړو لوبډلو د چمتووالي د لړۍ یوه برخه ده، چې دواړه ټیمونه غواړي په دې پړاو کې خپل ترکیبونه وازمويي او د راتلونکو مهمو سیالیو لپاره چمتووالی ونیسي

افغانستان په وروستیو کلونو کې په پنځوس اوریزو سیالیو کې د پام وړ پرمختګ کړی او په دې لوبه کې به هڅه وکړي چې پر ایرلنډ خپله برلاسي وساتي. د افغانستان لوبډله د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ او له یوې تجربه‌کارې لوبډلې سره میدان ته ښکته کېږي

بل لور ته ایرلنډ، چې د خپلې کورنۍ لوبغالي او شرایطو څخه ګټه اخلي، غواړي د سیالیو لړۍ په بریا پیل کړي او د افغانستان پر وړاندې قوي دریځ وښيي

ټاکل شوې چې دا لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجو پیل شي. د هوا د وړاندوینې له مخې، اسمان به ورېځمن وي او د لږ باران امکان هم شته؛ خو تمه ده چې که باران وشي، د لوبې د اوږدې ځنډېدو سبب به نه شي

د لوبغالي شرایط ښايي د لوبې په لومړیو کې د تېزو توپ اچوونکو لپاره مناسب وي، خو د وخت په تېرېدو به د توپ‌وهنې لپاره لا ښه شي

دواړه لوبډلې به هڅه وکړي چې د لړۍ لومړۍ بریا ترلاسه کړي او د پنځوس اوریزو سیالیو په دې مهم پړاو کې خپل دریځ پیاوړی کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto