news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د وېشل شویو ځمکو شمېر له ۶۵ زرو واوښت

د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د وېشل شویو ځمکو شمېر له ۶۵ زرو واوښت

د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د وېشل شویو ځمکو شمېر له ۶۵ زرو واوښت

 بریانیوز/چهارشنبه  ( ۱۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د طالبانو د حکومت د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت وایي، په ټول هېواد کې بېرته راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د وېشل شویو استوګنیزو ځمکو شمېر ۶۵ زره او ۱۵۴ نمرو ته رسېدلی دی

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، یوازې د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۱۲مه، د ننګرهار، پکتیکا، نیمروز، فاریاب او بامیان ولایتونو کې ۱۱۶۳ کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي

د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت زیاتوي چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر د دایمي استوګنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لا هم روان دی

دغه وزارت وایي، د ځمکو د وېش موخه بېرته راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه برابرول او د هغوی د کور جوړونې ستونزې کمول دي

په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی، چې له امله یې د راستنېدونکو کورنیو د سرپناه اړتیاوې هم زیاتې شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto