news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې ډېرې ښې وې؛ د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو هیله شته

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې ډېرې ښې وې؛ د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو هیله شته

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې ډېرې ښې وې؛ د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو هیله شته

 بریانیوز/چهارشنبه  ( ۱۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د امریکا او ایران چارواکو د سې شنبې په ورځ «ډېرې ښې» خبرې کړې دي؛ هغه څرګندونې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو هیلې یې زیاتې کړې دي

ټرمپ ویلي، د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات یوه بشپړه ورځ دوام وکړ او هیله یې څرګنده کړې چې د هرمز تنګی به ډېر ژر بېرته پرانیستل شي

د امریکا ولسمشر په ورته وخت کې خبرداری ورکړی چې که ایران له احتمالي هوکړې شاته شي، نو له «سخت غبرګون» سره به مخ شي

د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي، او د دغه مسیر هر ډول بندښت کولای شي د تېلو او نړیوالو بازارونو پر وضعیت اغېز وکړي

تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي، خو دواړه لوري هڅه کوي چې د روان کړکېچ لپاره د خبرو له لارې حل‌لاره ومومي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto