امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: جګړه نه غواړم، له ایران سره هوکړه غوره ده
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۱۵ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
لاسوېګاس – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ایران سره د جګړې پر ځای سیاسي هوکړه غوره بولي او ټینګار کوي چې د شخړې د پراخېدو او د خلکو د مرګژوبلې مخنیوی یې لومړیتوب دی
ټرمپ د نواډا ایالت په لاسوېګاس ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې امریکا له ایران سره د خبرو له پیل وړاندې «د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته د تر ټولو ستر پوځي برید» لپاره بشپړ چمتووالی نیولی و، خو د هغه په وینا، تهران د خبرو اترو غوښتنه وکړه او د پوځي اقدام د مخنیوي هڅه یې وکړه
هغه وویل: «موږ د یوه بېساري برید لپاره چمتو وو، خو هغوی اړیکه ونیوله او ویې ویل؛ مهرباني وکړئ برید مه کوئ، راځئ خبرې وکړو
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «زه جګړه نه غواړم، بلکې له ایران سره یوې هوکړې ته رسېدل غوره بولم؛ ځکه نه غواړم خلک ووژل شي
ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او ویې ویل، واشنګټن به په دې برخه کې خپل دریځ بدل نه کړي
بلخوا د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، له ایران سره روانې خبرې به اسانه نه وي او ښايي اوږده موده ونیسي، خو هیله یې څرګنده کړه چې پایله به یې د امریکا د ګټو او د سیمې د ثبات په ګټه وي
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بهیر په اړه نړیواله پاملرنه زیاته شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه هیلې او اټکلونه هم ډېر شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?