news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مزارشریف: ایټالیا او یونسکو د مزارشریف د روضې جومات د بیارغونې بېړنۍ پروژه پیل کړه

مزارشریف: ایټالیا او یونسکو د مزارشریف د روضې جومات د بیارغونې بېړنۍ پروژه پیل کړه

مزارشریف: ایټالیا او یونسکو د مزارشریف د روضې جومات د بیارغونې بېړنۍ پروژه پیل کړه

 بریانیوز/ پنجشنبه  ( ۱۵ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

  په افغانستان کې د ایټالیا سفارت اعلان کړی چې دغه هېواد د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په همکارۍ د مزارشریف د تاریخي روضې جومات د ساتنې او بیارغونې بېړنۍ پروژه پیل کړې ده. دا جومات د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوی و

د ایټالیا سفارت د پنجشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د دې پروژې موخه د افغانستان د ارزښتمنو تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه، د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو رغول او د سیمه‌ییزو اوسېدونکو لپاره د کاري فرصتونو برابرول دي

د سفارت په وینا، دا پروژه د افغانستان د فرهنګي میراث د خوندي کولو او د افغانانو د ملاتړ لپاره د ایټالیا او ملګرو ملتونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي

د مزارشریف روضه جومات د افغانستان له مشهورو تاریخي او مذهبي ودانیو څخه شمېرل کېږي، چې هر کال زرګونه کورني او بهرني زیارت‌کوونکي او سیلانیان ورڅخه لیدنه کوي او د هېواد د فرهنګي هویت مهمه نښه بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto