news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یارن : ناورو د ۹۰ زره ډالرو په بدل کې تابعیت ورکوي؛ د اقلیمي بحران د مخنیوي لپاره نوې طرحه

یارن : ناورو د ۹۰ زره ډالرو په بدل کې تابعیت ورکوي؛ د اقلیمي بحران د مخنیوي لپاره نوې طرحه

یارن : ناورو د ۹۰ زره ډالرو په بدل کې تابعیت ورکوي؛ د اقلیمي بحران د مخنیوي لپاره نوې طرحه

 بریانیوز/ پنجشنبه  ( ۱۵ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

یارن – د ارام سمندر کوچني ټاپوییز هېواد ناورو د پانګونې په بدل کې د تابعیت ورکولو نوی پروګرام پیل کړی دی. د دغه هېواد چارواکي وایي، د دې پروګرام اصلي موخه د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د مالي سرچینو برابرول او د سمندر د اوبو د لوړېدو له ګواښ سره د مخامخ خلکو خوندي سیمو ته لېږدول دي

د دې پروګرام له مخې، بهرني غوښتونکي له امنیتي او مالي ارزونې وروسته کولای شي د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په ورکولو د ناورو تابعیت او پاسپورټ ترلاسه کړي. دا فیس په لنډمهاله توګه له ۱۱۵ زره ډالرو څخه راکم شوی دی

د ناورو حکومت وایي، د دغه هېواد د پاسپورټ لرونکي کولای شي له ویزې پرته یا د رسېدو پر مهال د ویزې په ترلاسه کولو له ۸۵ څخه زیاتو هېوادونو او سیمو ته، چې سینګاپور او هانګ‌کانګ هم پکې شامل دي، سفر وکړي. خو چارواکي ټینګار کوي چې تابعیت د ځمکې د پېرلو حق نه ورکوي او د ځمکو د مالکیت قوانین به پر خپل حال پاتې وي

د حکومت په وینا، د دې پروګرام ټول عواید به د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ساتنې، د بنسټیزو پروژو او د خلکو د خوندي مېشتېدو لپاره ولګول شي

ناورو، چې یوازې شاوخوا ۲۱ مربع کیلومتره مساحت لري، د سمندر د اوبو د کچې له لوړېدو او د فاسفیټ د پراخې کان‌کېندنې له امله له جدي چاپېریالي ستونزو سره مخ دی. چارواکي وایي، د هېواد د ډېری کورنیو او بنسټیزو تأسیساتو لوړو سیمو ته د لېږد لومړی پړاو له ۶۰ میلیونه ډالرو څخه ډېره بودجه غواړي

سره له دې، دغه پروګرام له نیوکو هم خوندي نه دی. یو شمېر امنیتي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د پانګونې په بدل کې د تابعیت ورکولو پروګرامونه، که سختې څارنې ونه لري، د ناوړه ګټې اخیستنې خطر زیاتوي

د ناورو حکومت وایي، ټول غوښتونکي به له سختو امنیتي او مالي ارزونو تېرېږي او که د کوم کس د درنو جرمونو ثبوت وموندل شي، تابعیت به یې لغوه شي

د راپورونو له مخې، د دې پروګرام له پیل راهیسې تر اوسه له ۱۲۰ ډېر کسان د ناورو تابعیت ترلاسه کړی دی. چارواکي دا طرحه د اقلیمي بحران پر وړاندې د مالي سرچینو د برابرولو یوه مهمه وسیله بولي، خو منتقدان لا هم د تابعیت او پانګونې د تړاو په اړه خپلې اندېښنې څرګندوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto