news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تهران : ایران خبرداری ورکړ: که امریکا بیا برید وکړي، د خلیج هېوادونو د انرژۍ تاسیسات به په نښه کړو

تهران : ایران خبرداری ورکړ: که امریکا بیا برید وکړي، د خلیج هېوادونو د انرژۍ تاسیسات به په نښه کړو

تهران : ایران خبرداری ورکړ: که امریکا بیا برید وکړي، د خلیج هېوادونو د انرژۍ تاسیسات به په نښه کړو

 بریانیوز/ پنجشنبه  ( ۱۵ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

تهران – ایران خبرداری ورکړی، که متحده ایالات یو ځل بیا پر ایراني خاوره پوځي برید وکړي، تهران به د خلیج د هېوادونو مهم د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي

د رویټرز د راپور له مخې، پنځو باخبره سرچینو ویلي، ایران دغه پیغام د سیمې هېوادونو ته رسولی او هڅه کوي د امریکا د هر ډول نوي پوځي اقدام لګښت لوړ کړي، څو د واشنګټن نږدې سیمه‌ییز متحدان هم د احتمالي شخړې له پایلو خوندي پاتې نه شي

د راپور له مخې، ایران باور لري چې د خلیج هېوادونو د تېلو او ګازو پر مهمو تاسیساتو هر ډول برید به د نړیوالې انرژۍ بازار او سیمه‌ییز امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړي

دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو ترڅنګ د پوځي شخړې احتمال هم په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی

تر اوسه سپینې ماڼۍ او د خلیج ډېری هېوادونو د ایران د دې خبرداري په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto