news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل : په افغانستان کې د سرطان ناروغان له ۱.۵ میلیونو اوښتي؛ هر کال ۵۰ زره نوې پېښې

کابل : په افغانستان کې د سرطان ناروغان له ۱.۵ میلیونو اوښتي؛ هر کال ۵۰ زره نوې پېښې

کابل : په افغانستان کې د سرطان ناروغان له ۱.۵ میلیونو اوښتي؛ هر کال ۵۰ زره نوې پېښې

 بریانیوز دوشنبه (۲۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د پراخېدو په اړه تازه څرګندونې ښيي چې د دې ناروغۍ له امله اغېزمنو کسانو شمېر له یو نیم میلیون اوښتی دی

د سرطان پر وړاندې د مبارزې مرکز وایي، په هېواد کې هر کال شاوخوا ۵۰ زره کسان د سرطان په نوې ناروغۍ اخته کېږي او تشخیص یې کېږي

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د سرطان بېلابېل ډولونه د افغانستان د خلکو روغتیا ته جدي ګواښ جوړوي او د ناروغۍ د زیاتېدو ترڅنګ د تشخیص او درملنې په برخه کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي

روغتیايي کارپوهان ټینګار کوي چې د سرطان ژر تشخیص د درملنې په بریالیتوب کې مهم رول لري، خو په افغانستان کې د تشخیص، درملنې او اړینو درملو محدود لاسرسی د ډېرو ناروغانو ستونزې لا زیاتوي

دوی له خلکو غواړي چې د سرطان د نښو په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او هغه کسان چې د ناروغۍ مشکوکې نښې لري، ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي

د سرطان د ناروغانو د زیاتېدونکي شمېر په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان لا هم د تخصصي روغتیايي خدمتونو، د ناروغۍ د ژر تشخیص او د درملنې د امکاناتو له کمښت سره مخ دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto