news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ایران دفاع وزارت: د جګړې بل پړاو ته د ننوتلو لپاره بشپړ چمتو یو

د ایران دفاع وزارت: د جګړې بل پړاو ته د ننوتلو لپاره بشپړ چمتو یو

د ایران دفاع وزارت: د جګړې بل پړاو ته د ننوتلو لپاره بشپړ چمتو یو

 بریانیوز دوشنبه (۲۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د ایران د دفاع وزارت سرپرست مجید ابن‌الرضا وایي، هېواد یې د هر ډول نوي ګواښ پر وړاندې د درېدو او د جګړې د بل پړاو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري

ابن‌الرضا ویلي، په واشنګټن کې هغه کسان چې فکر کوي ایران د روانو ګواښونو له امله وېرهېدلی او ښایي خپله تګلاره بدله کړي، «سخت په تېروتنه کې دي»

نوموړي ټینګار کړی چې ایران د خپلو دفاعي وړتیاوو یوازې یوه کوچنۍ برخه ښودلې او د اړتیا په صورت کې به د خپلو وړتیاوو له نورو برخو هم کار واخلي

د ایران د دفاع وزارت سرپرست دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ پوځي کړکېچ لا هم دوام لري او د هرمز تنګي شاوخوا وضعیت هم ترینګلی دی. په وروستیو ورځو کې ایران د احتمالي نوي ګواښونو پر وړاندې د ځواب ورکولو لپاره د خپلې چمتووالي په اړه څو ځله څرګندونې کړې دي

ابن‌الرضا مخکې هم ویلي وو چې د وروستۍ جګړې پر مهال ایراني ځواکونو د مقابل لوري د پوځي وړتیاوو او تګلارو په اړه مهم معلومات ترلاسه کړي او له دغو تجربو څخه یې د راتلونکو پوځي پلانونو لپاره کار اخیستی دی

د هغه تازه څرګندونې داسې مهال دي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د احتمالي خبرو بحثونه هم مطرح شوي، خو د دواړو لورو ترمنځ لا هم د پوځي او سیاسي فشارونو کچه لوړه ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto