news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بوریس جانسون: عمران خان په کوچنۍ خونه کې ساتل کېږي

بوریس جانسون: عمران خان په کوچنۍ خونه کې ساتل کېږي

بوریس جانسون: عمران خان په کوچنۍ خونه کې ساتل کېږي

(بریانیوز جمعه (۲۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش

 د بریټانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په یوه کوچنۍ خونه کې ساتل کېږي او ورزش، مطالعې او نورو ورځنیو فعالیتونو ته یې لاسرسی محدود شوی دی

جانسون په یوه مقاله کې لیکلي چې د عمران خان پر وړاندې روانې ګڼې قضیې سیاسي رنګ لري او د نوموړي په باور، د دغو قضیو تر شا یوازې د فساد موضوع نه ده، بلکې له پاکستاني پوځ سره د خان سیاسي اختلافات هم مهم رول لري.

هغه ادعا کړې چې عمران خان په سیاسي پرېکړو کې د پوځ د نفوذ مخالف و او د همدې دریځ له امله له جدي فشارونو او حقوقي ستونزو سره مخ شوی دی

د بریټانیا پخواني لومړي وزیر ویلي، د پاکستان پوځ اندېښنه لري چې که عمران خان له زندانه خوشې شي، ښايي یو ځل بیا په دغه هېواد کې سیاسي نفوذ او واک ترلاسه کړي

جانسون په خپله لیکنه کې زیاته کړې چې عمران خان د ده خوښېږي، خو د روسیې، طالبانو او امریکا په اړه د نوموړي له ځینو سیاسي دریځونو سره موافق نه دی

عمران خان له ۲۰۲۳ کال راهیسې په بېلابېلو قضیو کې له قانوني ستونزو سره مخ دی او د هغه د قضیو او زنداني کېدو په اړه په پاکستان کې سیاسي بحثونه او اختلافات لا هم دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto