د ترکیې او قطر ګډ پلاوي ته د طالبانو سپکاوی؛ هبتالله له لیدنې ډډه وکړه، پلاوی والي ته وسپارل شو
د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین کندهار ته د ملا هبتالله د لیدنې لپاره ولاړ، خو د هبتالله پر ځای ورسره د کندهار والي ولیدل.
بریانیوز- شنبه ٢٨ سنبله ١٤٠٥
په داسې حال کې چې د سیمې وضعیت او د ایران او سعودي ترمنځ شخړه بحراني پړاو ته رسېدلې، حوثیانو پر سعودي د ډرون پراخ بریدونه پیل کړي، بابالمندب یې ونیو او د سعودي بېړیو د تګ راتګ لار یې وتړله؛ حتی خبره پر مکې د ډرون برید ته ورسېده؛ او همدارنګه په کوهاټ کې چاودنه د جمعې د لمانځه په وخت کې او جومات ته څېرمه وشوه، چې تلفات یې ۲۱ مړي او تر سلو زیات ټپیان دي.
دا هر څه هغه مهال ترسره کېږي چې د سعودي، ترکیې او پاکستان ترمنځ د مکې د دفاع تړون شوی؛ په همداسې حساسو شرایطو کې د ترکیې د استخباراتو رئیس ابراهیم کالین په مشرۍ د ترکیې او قطر ګډ پلاوی کابل ته راغلی، له امنیتي او نظامي مسؤولینو سره یې لیدلي او بیا له ملا هبةالله اخوند سره د ملاقات لپاره کندهار ته تللی؛ خو دا ملاقات نه دی ترسره شوی او پر ځای یې د کندهار له والي ملا شیرین سره لیدلي. د یوه هېواد د استخباراتو مشر د افغانستان پلازمېنې ته سفر کوي، او بیا د ملا هبت الله د ملاقات لپاره کندهار ته ځي، خو هلته د پروتوکول خلاف یوازې والي ورسره ګوري! متأسفانه طالبان حتی دا نزاکتونه هم نه مراعاتوي او له پایلو یې هم بېپروا دي.
د حیرانتیا ځای دا دی چې په خصوصي پوهنتونونو کې د سیاسي علومو او حقوقو په څانګو کې د نویو محصلینو جذب درول شوی، او په دولتي پوهنتونونو کې یې درسي محتوا او سرچینې یا حذف شوې او یا د طالبانو له خوا د سختې ایډیولوژیکې بیاکتنې لاندې نیول شوې دي. وروسته نتیجه به یې همداسې تعامل وي چې د ترکیې د استخباراتو له مشر سره یې درلودل.
په هر صورت، والي ته د ابراهیم کالین پیغام ډېر صریح او جدي و؛ او هغه دا چې ترکیه د سعودي او پاکستان په څنګ کې ولاړه ده؛ دا ستاسو په ګټه ده چې د پاکستان د مخالفینو له ملاتړ لاس واخلئ، له ایران او هند سره پر خپلو اړیکو تجدید نظر وکړئ. کالین ورپسې پاکستان ته ولاړ؛ د پوځ له مشر عاصم منیر، د آیاېسآی له مشر او شهباز شریف سره یې ولیدل او هلته یې په واضح الفاظو وویل چې ترکیه د تروریزم خلاف جګړه کې د پاکستان په څنګ کې ولاړه ده.
ایران له امریکا سره د ستونزو درلودلو او جګړې له کبله پر خلیجي عربي هېوادونو هم فشار راوړی، د بېړیو د تګ راتګ مخنیوی کوي، او په عین حال کې په بابالمندب کې هم سعودي عربستان ته د حوثیانو له لوري ستونزې رامنځته کېږي، او همدارنګه ایران د سعودی عربستان، ترکیې او پاکستان تړون پر خپل ضد ګڼي. هند هم کوشش کوي چې هر احتمالي مذاکرات او جوړجاړی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د هر بل هېواد په وساطت له منځه یوسي. دا چې د ترکیې د استخباراتو له سفر سره جوخت په کوهاټ کې چاودنه کېږي، پرته له دې بل تعبیر نه لري. او دا حقیقت هم څرګندېږي چې طالبان نه شي کولی ټيټيپي کنټرول کړي او د هند د مداخلې مخنیوی وکړي؛ په بله وینا، دا جګړه د اسلاماباد او ډهلي ده، نه د طالبانو او پاکستان
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?