news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یوناما : سیما باهوس د رباب فاطمې د یوناما د مشرې په توګه د ټاکل کېدو هرکلی کړی

یوناما : سیما باهوس د رباب فاطمې د یوناما د مشرې په توګه د ټاکل کېدو هرکلی کړی

یوناما : سیما باهوس د رباب فاطمې د یوناما د مشرې په توګه د ټاکل کېدو هرکلی کړی

(بریانیوز شنبه (۲۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش

 د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې اجرائیوي مشرې سیما باهوس د رباب فاطمې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی

باهوس ویلي، هیله لري چې له فاطمې سره به د افغان ښځو او نجونو د حقونو، د هغوی د غږ د پیاوړتیا او په ټولنیزو او سیاسي چارو کې د ښځو د رهبرۍ د ملاتړ لپاره ګډ کار وکړي

هغې ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ او د هغوی د ونډې پیاوړتیا به د ملګرو ملتونو د هڅو له مهمو برخو څخه وي

رباب فاطمه د بنګله‌دېش له تجربه لرونکو دیپلوماتانو څخه ده او د ملګرو ملتونو په بېلابېلو برخو کې یې دندې ترسره کړې دي نوموړې تر دې مخکې د لږ پرمختللو، وچې پورې تړلو او کوچنیو ټاپووزمو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او لوړې استازې په توګه دنده ترسره کړې ده

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، فاطمې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې د اجرائیوي بورډ مشري هم کړې وه، چې له همدې امله له سیما باهوس سره یې د ګډ کار مخینه هم لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto