صنعتي ښارګوټي : په بلخ کې د ۲۲ زره جریبه صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه
(بریانیوز شنبه (۲۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د بلخ ولایت د حیرتان په دوهلارې سیمه کې د «امام شقیق بلخي» په نوم د ۲۲ زره جریبه صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې دي، چې چارواکي یې د کورني تولید، صادراتو او د کارموندنې د پراختیا لپاره مهم ګام بولي
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ښارګوټي د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې ویلي، د دې پروژې له بشپړېدو سره به په بلخ کې د صنعتي ځمکو د کمښت ستونزه راکمه او صنعتکارانو ته به د فعالیت زمینه برابره شي
نوموړي ویلي، د ښارګوټي له جوړېدو سره به د خامو موادو د پروسس، معیاري تولیداتو او د بېلابېلو توکو د صادراتو لپاره اسانتیاوې برابرې شي او په ورته وخت کې به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د تولیدي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره باید صنعت، تولید او بازارونه له یو بل سره ونښلول شي او کورني تولیدات د سیمې او نړۍ بازارونو ته ورسول شي
برادر بلخ د هېواد له مهمو سوداګریزو، ترانزیټي او صنعتي ولایتونو څخه بللی او ویلي یې دي چې د حیرتان بندر باید یوازې د وارداتو او تګ راتګ لپاره ونه کارول شي، بلکې د افغانستان د تولیدي او پروسس شوو توکو د صادراتو لپاره هم په مهمه ترانزیټي لاره بدل شي
نوموړي له صنعتکارانو غوښتي چې په دغه صنعتي ښارګوټي کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړی چې د فعالیتونو د اسانتیا لپاره به لازمې همکارۍ او اسانتیاوې برابرې شي
د معلوماتو له مخې، دغه صنعتي ښارګوټی به پر ۲۲ زره جریبه ځمکه جوړ شي او په بېلابېلو برخو کې به د خامو موادو د پروسس، معیاري تولیداتو او صادراتو لپاره زمینه برابره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?