روغتیا نړیوال سازمان : د ماشومانو د سرطان په درملنه کې ژر تشخیص د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي دی
(بریانیوز شنبه (۲۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ماشومانو د سرطان ژر او دقیق تشخیص او له ځنډ پرته درملنه د ناروغ ماشوم د ژوندي پاتې کېدو چانس د پام وړ لوړوي. په ورته وخت کې، په کمعاید لرونکو هېوادونو کې د تشخیص، درملنې او اړینو درملو محدود لاسرسی د ماشومانو د سرطان د مړینې له مهمو لاملونو ګڼل کېږي
د دغه سازمان په وینا، کله چې سرطان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص شي، د اغېزمنې درملنې امکان زیاتېږي او ناروغ ماشوم کولی شي له لږو عوارضو او لږو درملنیزو ستونزو سره درملنه ترلاسه کړي
د ماشومانو د سرطان د ژر تشخیص لپاره د ناروغۍ د نښو پېژندنه، پر وخت طبي معاینه، دقیق تشخیص او د درملنې مرکز ته چټک راجع کول مهم بلل شوي دي
افغانستان هم د روغتیايي خدمتونو د محدودیتونو له امله د سرطان د تشخیص او تخصصي درملنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. د لابراتواري او تشخیصي اسانتیاوو، متخصصو روغتیايي کارکوونکو، اړینو درملو او پرمختللو درملنیزو خدمتونو محدود شتون د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې بهیر له ننګونو سره مخ کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ډېرو ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې د ماشومانو د سرطان د درملنې د بریالیتوب کچه تر ۳۰ سلنې ټیټه ده، په داسې حال کې چې په هغو هېوادونو کې چې د سرطان د تشخیص او درملنې پراخ خدمتونه لري، له ۸۰ سلنې ډېر ماشومان رغېږي
دغه سازمان ټینګار کوي چې د ماشومانو د سرطان د مړینې د کمولو لپاره باید د ژر تشخیص ترڅنګ، اړینو درملو، دقیقو تشخیصي خدمتونو او تخصصي درملنې ته د لاسرسي زمینه هم پراخه شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?