news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان؛ د ایران د نفوذ او نیابتي جګړو پر لور؟

افغانستان؛ د ایران د نفوذ او نیابتي جګړو پر لور؟

افغانستان په ډېرې چټکۍ سره د داسې وضعیت پر لور روان دی چې که مخه یې ونه نیول شي، د سیمې د نیابتي جګړو پر نوي ډګر به بدل شي.

بریانیوز- یکشنبه،  ٢٩ سنبله ١٤٠٥

ایران چې په تېرو کلونو کې یې په عراق، سوریه، لبنان او یمن کې پراخ سیاسي او امنیتي نفوذ درلود، اوس د سیمې د بدلونونو له امله په دغو هېوادونو کې تر ډېره خپل پخوانی نفوذ له لاسه ورکړی دی. له همدې امله افغانستان کولای شي د ایران لپاره د خپل ختیځ یو مهم حیات خلوت وګرځي.

د طالبانو پر سیاست او پرېکړو هم د ایران اغېز ورځ تر بلې څرګندېږي. طالبان په ظاهره هڅه کوي له ترکیې، قطر، عربي هېوادونو او نورو نړیوالو لورو سره اړیکې وساتي، خو د واک اصلي مرکز په کندهار کې دی او د کندهار د تصمیم‌نیونې پر سیاست د ایران د سیمه‌ییزو محاسبو سیوری ورځ تر بلې محسوسېږي.

د ترکیې د لوړپوړي پلاوي وروستی سفر د دې وضعیت یوه څرګنده بېلګه ده. پلاوی کابل ته راغی او له طالب چارواکو سره یې خبرې وکړې، خو کندهار ته له رسېدو وروسته د طالبانو آمر هبت‌الله اخوندزاده ورسره ونه لیدل او د کندهار والي ورسره وکتل. دا یوازې تشریفاتي موضوع نه ده، بلکې د طالبانو د بهرني سیاست او د هغوی د داخلي جوړښت د ژور بحران نښه ده.

کله چې د یوه نظام مشر له مهمو بهرنیو او حتا داخلي سیاسي څېرو سره مستقیم تعامل نه کوي، نو نه یوازې هغه نظام له نړۍ سره لا ډېر منزوي کېږي، بلکې د هغه نظام د سیاسي اعتبار او باور وړتیا هم کمېږي. کابل مېشتي طالب چارواکي چې له نړۍ سره د اړیکو د جوړولو هڅه کوي، په داسې حالت کې خپل حیثیت هم له لاسه ورکوي؛ ځکه نړۍ نه پوهېږي چې په افغانستان کې اصلي پرېکړه کوونکی څوک دی.

د هبت‌الله دغه ځان‌انزوا افغانستان هم له نړیوال سیاسي تعامل څخه لرې کوي او هم هېواد د سیمه‌ییزو قدرتونو د سیالیو او نیابتي جګړو لپاره چمتو کوي.

که طالبان خپل بهرنی سیاست د شخصي او سیمه‌ییزو نفوذونو له اغېز څخه خلاص او د افغانستان د ملي ګټو پر محور ونه ګرځوي، نو افغانستان به د یوه خپلواک هېواد پر ځای د نورو د سیالیو په میدان بدل شي؛ او د داسې وضعیت تر ټولو دروند قیمت به بیا هم افغان ولس ورکوي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto