اسلاماباد : پاکستان کې د عمران خان خور علیمه خان د ۳۰ ورځو لپاره ونیول شوه
(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د پاکستان چارواکو د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان د ۳۰ ورځو لپاره نیولې ده
د چارواکو په وینا، د عليمې خان او د تحریک انصاف ګوند د یوه بل غړي محمد امیر د فعالیتونو په اړه اندېښنه شته او ادعا شوې چې ښايي دواړه د سپټمبر په ۲۷مه د عمران خان د خوشې کېدو په موخه د پلان شوي لاریون پر مهال عامه نظم ګډوډ کړي
تحریک انصاف ګوند غواړي د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د روانې میاشتې په ۲۷مه پراخ لاریون ترسره کړي
دغه ګوند ویلي چې د لاریون په درشل کې د پارلمان یو شمېر نور غړي هم نیول شوي دي
د تحریک انصاف له لوري د نیونو پر ضد غبرګون ښودل شوی، خو پاکستاني چارواکي وایي چې د اړوندو کسانو د نیولو موخه د عامه نظم او امنیت ساتنه ده
عمران خان له څه مودې راهیسې په زندان کې دی او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه د تحریک انصاف ګوند د سیاسي فعالیتونو له مهمو موضوعاتو څخه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1830
-
اخبار افغانستان
962
-
مقاله
769
-
سیاست
353
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl