پاریس: په تهران کې د فرانسوي ژبې مرکز تړل د منلو وړ نه دي
(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې د فرانسوي ژبې د زدهکړې د مرکز تړل د منلو وړ نه دي او په غبرګون کې به د ایران سفیر احضار کړي
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، یاد مرکز د تهران په فرانسوي سفارت پورې تړاو درلود او تړل یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر وړاندې د یوه جدي اقدام په توګه ارزول کېږي
د وزارت په وینا، پاریس به د دې پرېکړې په غبرګون کې لازم اقدامات ترسره کړي او د ایران سفیر به د وضاحت لپاره احضار کړي
د فرانسې او ایران اړیکې په وروستیو میاشتو کې لا ترینګلې شوې دي. ایران تېره میاشت دوه فرانسوي ډیپلوماټان له خپل هېواده وایستل، چې ورپسې فرانسې هم دوه ایراني ډیپلوماټان له پاریس څخه وایستل
د دواړو هېوادونو ترمنځ تازه اختلاف په داسې حال کې رامنځته شوی چې د تهران او پاریس ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر سر لا له وړاندې ګڼې ستونزې او اختلافات موجود دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1830
-
اخبار افغانستان
962
-
مقاله
769
-
سیاست
353
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl