نیویارک : د ملګرو ملتونو ۸۱مه عمومي غونډه؛ د افغانستان د څوکۍ برخلیک لا هم نامعلوم
(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو ۸۱مه عمومي غونډه دوه ورځې وروسته په نیویارک کې د نړۍ د هېوادونو د مشرانو په ګډون پیل شي؛ خو په دې غونډه کې د افغانستان د دایمي څوکۍ د برخلیک په اړه لا هم روښانه پرېکړه نه ده شوې
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ پر سر د اسلامي امارت او نړیوال سازمان ترمنځ اختلاف شپږم کال ته غځېدلی او تر اوسه هېڅ لوري نه دي توانېدلي چې د دې موضوع لپاره وروستۍ هوکړه ومومي
د پوهنتون استاد عمر مختار نیکزاد وايي، د افغانستان د څوکۍ او نړیوالې استازولۍ د موضوع د حل لپاره باید اسلامي امارت او نړیواله ټولنه د موجودو شرطونو په اړه ګډ تفاهم ته ورسېږي.
نوموړی ټینګار کوي چې دواړه لوري باید په خپلو دریځونو کې عملي ګامونه واخلي، څو افغانستان بېرته له نړیوالې ټولنې سره د رسمي او پراخو اړیکو پر لور ولاړ شي
د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه د ټولګډونه حکومت جوړول، د ترهګرۍ او نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه او د بشري حقونو رعایت یادېږي
په مقابل کې، اسلامي امارت د خپلو چارواکو د نومونو له تور نوملړ څخه د ایستلو، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بېرته ازادېدو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ د اوسني نظام استازي ته د سپارلو غوښتنه لري
تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د دې اختلاف د پای ته رسېدو لپاره کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې او د افغانستان د څوکۍ موضوع لا هم د ملګرو ملتونو په اجنډا کې له حساسو مسئلو څخه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?