رحمتالله نبیل: د هند د قونسلګرۍ احتمالي بیاپرانیستل په کندهار کې د سیمې لپاره یو ستر بدلون کېدای شي
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل وايي، که هند په کندهار ولایت کې خپله قونسلګري بېرته پرانیزي، نو دا به د افغانستان په سوېل کې یو له مهمو او اغېزمنو تحولاتو څخه وي، چې سیاسي، استخباراتي او سیمهییز ابعاد به ولري
نبیل د نوامبر په ۲۶مه، د چهارشنبې په ورځ، په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د قونسلګرۍ احتمالي بیافعالېدل به یوازې د هند او طالبانو ترمنځ کاروباري لارې او راکړه ورکړه اسانه نه کړي، بلکې د پاکستان اندېښنې به هم په څرګند ډول زیاتې کړي
هغه ویلي که دا اقدام عملي شي، نو ګڼ سیمهییز هېوادونه به هڅه وکړي چې په افغانستان کې خپل سیاسي او استخباراتي حضور لا پیاوړی کړي، ځکه د کندهار موقعیت او ستراتیژیک اهمیت د سیمې په معادلاتو کې مهم رول لري
سیاسي شنونکي باور لري چې د هند د قونسلګرۍ بیاپرانیستل به نه یوازې د جنوبي افغانستان په اقتصادي حرکتونو کې بدلونونه راولي، بلکې د سیمې د سیالۍ نوي فصل ته هم لاره پرانیزي—فصل چې د هند، پاکستان او نورو هېوادونو امنیتي محاسبات به بیا تنظیم کړي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
577
-
مقاله
54
-
Uncategorized
12
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي