اسلاماباد کې د ايران او پاکستان ځانګړو استازو لیدنه؛ د افغانستان د امنیتي وضعیت پر حساسیتونو ژوره خبرې
اسلاماباد – د سيمې د امنیتي تحولاتو په لړ کې، د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي محمد صادق د ایران له ځانګړي استازي محمدرضا بهرامي سره په اسلاماباد کې مهمه او تفصیلي لیدنه کړې ده؛ لیدنه چې د دواړو هېوادونو لپاره د ګډو امنیتي ننګونو او د افغانستان د روان وضعیت د ارزونې یوه مهمه مرحله بلل کېږي
محمد صادق د چهارشنبې په ورځ، د قوس په ۵مه، په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ناسته د دې فرصت برابرولو لپاره وه څو دواړه لوري د سیمې پر بدلېدونکي وضعیت، په ځانګړي ډول د افغانستان پر حالاتو، ژوره تبادلهنظر وکړي. د ده په وینا، د ترهګرو ډلو فعالیتونه، ګډ امنیتي ګواښونه او د ثبات لپاره اړینې همغږۍ د غونډې بنسټیز ټکي وو
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د هغو ترهګرو شبکو په اړه اندېښنه ښکاره کړې چې لا هم د افغانستان له خاورې څخه د سیمې امنیت ته د خطر په توګه پاتې دي. هغوی ټینګار کړی چې د دغو ګواښونو پر وړاندې ګډ او همغږی اقدام د سیمې د اوږدمهاله ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري
محمد صادق څرګنده کړې چې پاکستان د ایران او نورو سیمهییزو شریکانو سره د نږدې او هدفمندو همکاریو په دوام باور لري، څو د ترهګرۍ پر وړاندې اغېزمن قدمونه پورته شي او په سیمه کې د ارام، سولې او اقتصادي ثبات لپاره زمینه برابره شي
دا لیدنه داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې محمد صادق د تاجیکستان له سفیر یوسف شریفزاده سره هم د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې وې؛ خبرې چې ښکاري اسلاماباد د سیمهییزې همغږۍ د پراخولو لپاره د ډیپلوماسۍ پر مسلسل لړۍ ټینګار کوي
په همدې حال کې، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پرون اعلان وکړ چې پاکستان یو ځل بیا د خوست، کنر او پکتیکا ولایتونه هوايي هدف ګرځولي دي. د ده په وینا، په دغو بریدونو کې نُه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي؛ پېښه چې یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د سختو پوښتنو مخې ته دروي
د سیمې څارونکي باور لري چې د ایران او پاکستان دا ډول ناستې د افغانستان د امنیتي معما د حل لپاره مهمې دي، خو د سرحدي تاوتریخوالي دوام کولای شي د هر ډول مثبتو هڅو پایلې له خطر سره مخ کړي