news اخبار فوری
clock

کابل – د ژمي له خپرېدو سره د افغان کډوالو ستونزې زیاتېږي؛ طالبان د ملګرو ملتونو د مرستو د پراخېدو غوښتنه کوي

کابل – د ژمي له خپرېدو سره د افغان کډوالو ستونزې زیاتېږي؛ طالبان د ملګرو ملتونو د مرستو د پراخېدو غوښتنه کوي

 د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د انکشافي برنامې له مرستیالې شوکو نودا سره په تازه لیدنه کې ویلي چې د افغان کډوالو وضعیت په ګاونډیو هېوادونو کې د جدي اندېښنې وړ حالت ته رسېدلی دی

د کډوالو وزارت د چهارشنبې په ورځ، د قوس په ۵مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دواړو لورو د هغو افغانانو د حالاتو په اړه تبادله‌نظر کړې چې له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستنېږي او لا هم د بنسټیزو خدماتو له کمښت او اقتصادي سختیو سره مخ دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو د دې اړتیا پر اهمیت ټینګار کړی چې باید د کډوالو د ملاتړ لپاره دایمي او عملي حللارې وموندل شي

عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي چې د ژمي په راتګ سره د بېرته راستنېدونکو کډوالو ستونزې څو چنده شوې دي. د ده په وینا، په سرحدي سیمو کې د سرپنا، خوراکي توکو، تودو جامو او اساسي صحي خدماتو کمبود د زرګونو کورنیو ژوند له خطر سره مخ کړی دی

هغه زیاته کړې چې افغانستان د یوې سترې بشري غمیزې له خطر سره مخ دی او د ملګرو ملتونو مرستو ته بېړنۍ اړتیا شته. د وزارت په وینا، طالبان له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د کډوالو لپاره د مرستو اندازه پراخه کړي او د هغو پروګرامونو ملاتړ زیات کړي چې کولای شي بېرته راستنېدونکو ته د اوږدمهاله ثبات او اقتصادي ځان بسیاینې زمینه برابره کړي

د څارونکو په باور، د کډوالو مدیریت د افغانستان د روانو انساني بحرانونو له مهمو او پیچلو مسایلو څخه دی، او د ژمي سړې څپې به د دغو کورنیو د ژوند حالت لا پسې کړکېچن کړي که نړیواله مرستې په وخت او په کافي اندازه ونه رسېږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto