بښنې نړیوال سازمان: پر امید روغتیايي مرکز برید دې د جنګي جرم په توګه وڅېړل شي
بریانیوز- پنجشنبه، ۱- اسـد ١٤٠٥
کابل – د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د پاکستان له لوري پر امید روغتیايي مرکز د هوايي برید په اړه د شته معلوماتو له مخې، دغه پېښه باید د احتمالي «جنګي جرم» په توګه وڅېړل شي
دغه سازمان ویلي، تر اوسه داسې کوم باوري شواهد نه دي وړاندې شوي چې وښيي یاد روغتیايي مرکز پوځي هدف و. د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د ملکي تاسیساتو او روغتیايي مرکزونو په نښه کول د نړیوالو بشري قوانینو له مخې جدي موضوع ده او باید بې پرې څېړنه پرې وشي
په ورته وخت کې، د کابل یو شمېر اوسېدونکو او سیاسي شنونکو پر طالبانو او نړیوالې ټولنې نیوکه کړې چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه یې کافي غبرګون نه دی ښودلی
دوی وایي، د جګړو په ترڅ کې د ملکي افغانانو خوندیتوب باید د ټولو لورو لپاره لومړیتوب وي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره باید عملي اقدامات ترسره شي
تر اوسه د پاکستان حکومت د دې برید په اړه خپلې پخوانۍ څرګندونې تکرار کړې، خو د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د ادعاوو د ارزونې لپاره باید بشپړه او خپلواکه څېړنه ترسره شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1719
-
اخبار افغانستان
867
-
مقاله
584
-
سیاست
216
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl