news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د هرات بڼوال: د اوبو کمښت او د سرې لوړې بیې مو عایدات کم کړي

د هرات بڼوال: د اوبو کمښت او د سرې لوړې بیې مو عایدات کم کړي

د هرات بڼوال: د اوبو کمښت او د سرې لوړې بیې مو عایدات کم کړي

بریانیوز- پنجشنبه، ۱- اسـد ١٤٠٥

هرات – د هرات ولایت یو شمېر باغداران وایي، د اوبو کمښت، د کیمیاوي سرې د بیو لوړوالی او د کرنیزو محصولاتو د بازار نشتوالي د دوی پر اقتصادي وضعیت سخت اغېز کړی دی

بڼوال وایي، د کرنې لګښتونه په وروستیو کلونو کې ډېر زیات شوي، خو د حاصلاتو د پلور بازار کمزوری شوی او ډېری وخت دوی نه شي کولای خپل لګښتونه هم پوره کړي

د دوی په وینا، د کیمیاوي سرې بیه لوړه شوې او اوس یوه بوجۍ یې شاوخوا ۵۵۰۰ افغانیو ته رسېدلې، چې د باغدارۍ او کرنې چارې یې ورته لا ستونزمنې کړې دي

هراتي باغداران له اړوندو ادارو غواړي چې د اوبو د ستونزې د حل، د کرنیزو توکو د بیو د کنټرول او د محصولاتو لپاره د مناسب بازار د برابرولو په برخه کې عملي اقدامات وکړي

دوی وایي، که د بڼوالۍ ستونزې حل نه شي، ډېرې کورنۍ چې د خپل ژوند لپاره پر کرنه او باغدارۍ تکیه لري، له جدي اقتصادي ستونزو سره به مخ شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto