د عامې روغتیا ریاست : ازبکستان د بلخ ابوعلي سينا روغتون ته د ۲۰۰ زره ډالرو طبي تجهيزات ورکړل
بریانیوز/ جمعه ( ۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د ازبکستان د فرغانې ولایت له لوري د بلخ ولایت له ابوعلي سينا بلخي حوزوي روغتون سره د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته شوې ده
د بلخ د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې د ناروغانو چپرکټونه، ویلچرونه، د هوا سړوونکې دستګاوې، یخچالونه او ګڼ نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي، چې د روغتون د امکاناتو د پیاوړتیا او ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به ترې استفاده وشي
د عامې روغتیا ریاست ویلي، دا مرسته د ازبکستان د فرغانې ولایت له لوري شوې او موخه یې د روغتیايي سکټور ملاتړ او د روغتون د خدمتونو د کیفیت لوړول دي
د بلخ د عامې روغتیا مسئولانو د دغې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا ډول همکارۍ به د روغتیايي خدمتونو د ښه والي، د روغتون د تجهیزاتو د پیاوړتیا او ناروغانو ته د لا غوره اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي
روغتیايي چارواکي هیله څرګندوي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د روغتیا په برخه کې دا ډول همکارۍ به لا پراخې شي او د هېواد په روغتیايي بنسټونو کې به د خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې اغېزناک تمامې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1734
-
اخبار افغانستان
885
-
مقاله
613
-
سیاست
229
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl