news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د پاکستان سناتور: د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه دې سمدستي لغوه شي

د پاکستان سناتور: د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه دې سمدستي لغوه شي

د پاکستان سناتور: د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه دې سمدستي لغوه شي

 بریانیوز پنجشنبه ( ۱۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد — د پاکستان په سنا کې د مخالفو ګوندونو مشر علامه راجا ناصر عباس د افغان محصلانو د ایستلو په اړه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پرېکړه غندلې او له حکومت څخه یې غوښتي چې دغه پرېکړه سمدستي لغوه کړي

ناصر عباس ویلي، له پاکستان څخه د هغو افغان محصلانو ایستل چې د طب او غاښونو په برخو کې زده‌کړې کوي، په ځانګړي ډول د وروستي کال محصلانو ته به جدي زیان ورسوي او د کلونو زده‌کړو راتلونکی به یې له ګواښ سره مخ کړي

نوموړي ټینګار کړی چې افغان محصلانو د خپلو زده‌کړو د بشپړولو لپاره کلونه وخت او مالي امکانات لګولي دي او په دې پړاو کې د هغوی ایستل کولای شي د هغوی د مسلکي راتلونکي لپاره لوی خنډ رامنځته کړي

د پاکستان دغه سناتور له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغان محصلانو موضوع له سیاسي بحثونو څخه لرې وساتي او پرېکړه وکړي چې هغوی خپلې پاتې زده‌کړې په پاکستان کې بشپړې کړي

ناصر عباس ویلي، د زده‌کړو په برخه کې باید د سیاسي اختلافاتو له امله پر محصلانو فشار رانه‌شي او هغو افغان زده‌کړیالانو ته باید فرصت ورکړل شي چې خپلې تحصیلي دورې په بشپړه توګه پای ته ورسوي

د نوموړي په وینا، د افغان محصلانو د زده‌کړو دوام نه یوازې د هغوی د راتلونکي لپاره مهم دی، بلکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د علمي او بشري اړیکو د ساتلو لپاره هم ارزښت لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto