ولسمشر مسعودپزشکیان: امریکا او اسرائیل د «دولتي ترهګرۍ» تر شا ولاړ دي
بریانیوز دوشنبه (۲۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان امریکا او اسرائیل په «دولتي ترهګرۍ» تورن کړي او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه د پرمختللې ټکنالوژۍ په وسیله خلک په نښه کوي، خو وروسته پر خپلو هدفونو د «ترهګرۍ» نوم ږدي
پزشکیان ویلي، امریکا او اسرائیل په سوریه، لبنان، غزه، عراق، قطر او ایران کې داسې اقدامات کړي چې د ده په وینا، د هغوی ترمنځ د چلند له پلوه کوم بنسټیز توپیر نه لیدل کېږي
نوموړي ادعا کړې چې امریکا او اسرائیل خپل ټاکلي کسان د وژنې لپاره په نښه کوي او کله ناکله د یوه کس د له منځه وړلو لپاره یوه کورنۍ یا ټوله ودانۍ هم هدف ګرځوي
د ایران ولسمشر ویلي، له پرمختللو وسلو او ټکنالوژۍ څخه د بریدونو لپاره استفاده کېږي، خو وروسته د دغو بریدونو قربانیان د «ترهګرو» په نوم یادېږي. هغه دا ډول چلند د منلو وړ نه دی بللی
پزشکیان ټینګار کړی چې که د یوه ټاکلي کس د وژلو لپاره د هغه کورنۍ یا نور کسان هم په نښه کېږي، نو دا اقدام باید د ترهګرۍ په توګه وکتل شي
نوموړي په خپلو څرګندونو کې امریکا او اسرائیل «واقعي ترهګر او دولتي ترهګر» بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ورته اقداماتو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي
د ایران ولسمشر دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ روان کړکېچ د منځني ختیځ پر امنیتي وضعیت او د سیمې پر سیاسي او پوځي معادلو پراخ اغېز کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1809
-
اخبار افغانستان
952
-
مقاله
752
-
سیاست
334
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl