news اخبار فوری
clock

کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې د تورن محاکمه بیا وځنډېده؛ نوې نېټه اعلان شوه

کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې د تورن محاکمه بیا وځنډېده؛ نوې نېټه اعلان شوه

د امریکا فدرالي محکمې یو ځل بیا د محمد شریف‌الله محاکمه وځنډوله؛ هغه کس چې د داعش خراسان غړی بلل کېږي او د کابل د هوايي ډګر د «ابي دروازې» د مرګبارې حملې په همکارۍ تورن دی. ټاکل شوې وه محاکمه د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې ترسره شي، خو اوس به د ۲۰۲۶ کال د فبروري پر ۹مه ترسره کېږي

شریف‌الله هغه څوک ګڼل کېږي چې د برید تر ترسره کېدو مخکې یې د ځانمرګي بریدکوونکي لپاره د لارې او ننوتلو حساس معلومات برابر کړي وو. نوموړی د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې په پاکستان کې نیول شوی او له هغه ځایه امریکا ته سپارل شوی و

د «ابي دروازې» دغه خونړۍ پېښه هغه مهال وشوه چې زرګونه افغانان د کابل هوايي ډګر ته د وتلو لپاره ورټول شوي وو. په دې برید کې لسګونه افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شول، یو داسې پېښه چې نړۍ یې ولړزوله او د افغانستان د وتلو پروسې پر بهیر یې ژوره اغېزه پرېښوده

تر اوسه د محکمې د ځنډ د لاملونو په اړه ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي، خو حقوقي شنونکي وایي چې دا قضیه د امنیتي اسنادو د پېچلتیا له امله خورا حساسه بلل کېږي او کېدای شي همدا د ځنډ سبب وي

د قضیې څارونکي باور لري چې دا محاکمه به د هغه تاریخي او خونړي فصل د قانوني پلټنو مهمه برخه وي او ممکن نوې سیاسي او  حقوقي بحثونه هم راپورته کړي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto