news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ولسمشر ډونالد ټرمپ: له ایران سره جګړه به د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته پای ته ورسېږي

ولسمشر ډونالد ټرمپ: له ایران سره جګړه به د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته پای ته ورسېږي

ولسمشر ډونالد ټرمپ: له ایران سره جګړه به د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته پای ته ورسېږي

 بریانیوز پنجشنبه ( ۱۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

واشنګټن — د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، له ایران سره روانه جګړه به د نومبر په میاشت کې د امریکا د منځمهاله ټاکنو له ترسره کېدو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي

ټرمپ ادعا کړې چې تهران د اقتصادي فشارونو له امله نور د جګړې د اوږدولو توان نه لري او ایران هڅه کوي چې د امریکا پر ټاکنو اغېز وکړي. نوموړي ویلي، د اقتصادي فشارونو دوام به د ایران مقاومت نور هم کمزوری کړي

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې واشنګټن د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري. په وروستیو ورځو کې د دغه ستراتیژیک تنګي پر سر د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او د تېلو بیې هم له ۱۰۰ ډالرو څخه لوړې شوې دي

ټرمپ ویلي، که څه هم دا مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو لپاره کومه رسمي هڅه نه کېږي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو امکان یې په بشپړه توګه رد کړی نه دی

نوموړي باور څرګند کړی چې له ټاکنو وروسته به د جګړې د پای ته رسېدو او د سیمې د کړکېچ د کمېدو زمینه برابره شي؛ خو د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي ونس بیا ویلي چې د جګړې د پای دقیق وخت اټکلول اسانه نه دي

د امریکا منځمهاله ټاکنې د نومبر پر درېیمه نېټه ترسره کېږي او د ټرمپ د ادارې لپاره په داسې مهال مهمې بلل کېږي چې د ایران جګړې او د انرژۍ د بیو لوړېدو په امریکا کې اقتصادي او سیاسي فشارونه زیات کړي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto