news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کاناډا تحلیلي راپور: د افغانستان جګړې د کاناډا پر پوځي مشرتابه او دفاعي سیاست ژور اغېز کړی

کاناډا تحلیلي راپور: د افغانستان جګړې د کاناډا پر پوځي مشرتابه او دفاعي سیاست ژور اغېز کړی

کاناډا تحلیلي راپور: د افغانستان جګړې د کاناډا پر پوځي مشرتابه او دفاعي سیاست ژور اغېز کړی

 بریانیوز پنجشنبه ( ۱۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د کاناډا د ناټو ټولنې په یوه تحلیلي راپور کې ویل شوي چې د افغانستان جګړې یوازې د کاناډا د پوځ پر عملیاتو اغېز نه دی کړی، بلکې د دغه هېواد پر پوځي مشرانو، دفاعي لومړیتوبونو او پوځي تګلارو یې هم ژور اغېز پرې ایښی دی

په راپور کې د افغانستان جګړه د کاناډا د پوځ لپاره یوه مهمه تجربه بلل شوې چې د دغه هېواد د پوځي وړتیاوو، روزنې، قوماندې او بهرنیو پوځي عملیاتو په اړه یې د تصمیم‌نیونې پر څرنګوالي اغېز کړی دی

کاناډا له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې پراخ پوځي حضور درلود او په ځانګړي ډول په کندهار کې یې د جګړې او امنیتي عملیاتو مهمه برخه پر مخ یووړه. دغه هېواد وروسته تر ۲۰۱۱ کال پورې خپل جنګي عملیات پای ته ورسول، خو تر ۲۰۱۴ کال پورې یې د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې حضور ته دوام ورکړ

د راپور د شننې له مخې، د افغانستان تجربه د کاناډا د دفاعي سیاستونو په جوړولو کې هم اغېزناکه وه او د دغه هېواد پوځي مشرتابه یې دې ته اړ کړ چې د راتلونکو بهرنیو ماموریتونو، پوځي روزنې او دفاعي لومړیتوبونو په اړه خپلې تجربې بیا وارزوي

د افغانستان جګړې په کاناډا کې د پوځي ماموریتونو د موخې، د ناټو له متحدینو سره د همکارۍ او د پوځي او غیرپوځي هڅو د ګډولو په اړه هم پراخ بحثونه رامنځته کړل. د ۲۰۰۸ کال د منلي راپور، چې د کاناډا د افغانستان د راتلونکي رول د ارزونې لپاره جوړ شوی و، هم د پوځي حضور ترڅنګ پر روزنې، بیارغونې او دیپلوماتیکو هڅو د زیات تمرکز سپارښتنه کړې وه

کاناډا اوس هم د افغانستان د جګړې تجربه د خپل پوځي تاریخ له مهمو پړاوونو څخه ګڼي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې دغه هېواد د سړې جګړې له پای وروسته په نړیوالو امنیتي عملیاتو کې د خپل پوځ رول پراخ کړ

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto