روسیه: د تاجکستان او افغانستان پر ګډه پوله د امنیت ټینګول د مسکو لومړیتوب دی
بریانیوز پنجشنبه ( ۱۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
مسکو — د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف وايي، د تاجکستان او افغانستان پر ګډه پوله د امنیت پیاوړتیا د مسکو د امنیتي او دفاعي پروګرامونو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده
بلوسوف ویلي، روسیه د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې امنیتي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه کوي او د سیمې د احتمالي امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د تاجکستان د سرحدي وړتیاوو پیاوړتیا مهمه بولي
د روسیې دفاع وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا د امنیت پر وضعیت اغېز لري او له همدې امله مسکو غواړي د تاجکستان په جنوبي پوله کې د امنیت د ټینګښت لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره اوږده پوله د منځنۍ اسیا د امنیتي بحثونو یوه مهمه برخه بلل کېږي
روسیه په تاجکستان کې خپله پوځي اډه هم لري، او بلوسوف په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې دغه اډه د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره چمتو ده.
د مسکو له نظره، د تاجکستان او افغانستان د پولې امنیت نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د منځنۍ اسیا د پراخې امنیتي فضا لپاره هم اهمیت لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1799
-
اخبار افغانستان
949
-
مقاله
739
-
سیاست
329
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl