خلیلزاد: د سپټمبر ۱۱ بریدونو د امریکا ستراتیژیک مسیر بدل کړ
بریانیوز جمعه (۲۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
واشنګټن — د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، وايي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ بریدونو د امریکا د بهرني سیاست او امنیتي تګلارې مسیر بدل کړ او له ترهګرۍ سره مبارزه یې د دغه هېواد د ستراتیژۍ په یوه اساسي محور بدله کړه
خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې امریکا په تېرو ۲۵ کلونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې او القاعده یې تر هغه حده کمزورې کړه چې د نوموړي په وینا، د دغه سازمان د له منځه تلو تر پولې ورسېده
نوموړي ویلي، نړۍ اوس نوي پړاو ته داخله شوې او امریکا باید د ترهګرۍ پر وړاندې خپله چمتووالی وساتي، خو په ورته وخت کې خپلې ستراتیژیکې پاملرنې یوازې پر دې موضوع محدودې نه کړي
خلیلزاد ټینګار کړی چې د چین د مخ پر زیاتېدونکي ځواک، د مصنوعي ځیرکتیا د چټک انقلاب او په اروپا، روسیه، هند او منځني ختیځ کې د روانو بدلونونو په اړه پاملرنه هم باید د امریکا د راتلونکې ستراتیژۍ مهمه برخه وي
د نوموړي څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د سپټمبر ۱۱ بریدونو ۲۵مه کلیزه لمانځل کېږي او په امریکا کې د دغه بریدونو له امله د رامنځته شوې اوږدمهالې امنیتي او بهرني سیاست د اغېزو په اړه بیا بحثونه شوي دي. د شنونکو په باور، د سپټمبر ۱۱ وروسته د امریکا پراخې پوځي او امنیتي هڅې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ د نړۍ د ځواک د توازن پر بدلونونو هم اغېز کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?