نړیوال بازار : د منځني ختیځ ترینګلتیا؛ د خامو تېلو بیه ۱۰۸ ډالرو ته لوړه شوه
بریانیوز دوشنبه (۲۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د منځني ختیځ د روان کړکېچ او پر سعودي عربستان او د خلیج پر سمندري لارو د تازه بریدونو له زیاتېدو سره، د خامو تېلو بیې د دوشنبې په ورځ په نړیوالو بازارونو کې په چټکۍ لوړې شوې او د برېنټ تېلو بیه له ۱۰۸ ډالرو سره نږدې شوه
د بیو د لوړوالي یو مهم لامل د سعودي عربستان د ختیځ ـ لوېدیځ د تېلو د سترې نللیکې موقتي تړل کېدل بلل کېږي. دغه نللیکه د سعودي د تېلو د صادراتو لپاره یوه مهمه بدیله لاره ده چې د هرمز له تنګي څخه تېرېدو ته اړتیا کموي.
د راپورونو له مخې، دغه نللیکه شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د ورځې د څو میلیونو بېرلو تېلو د لېږد ظرفیت لري. د هغې تړل کېدو له امله په نړیوال بازار کې د تېلو د عرضې د کمېدو اندېښنې زیاتې شوې دي
سعودي عربستان ویلي، نللیکه د بېپیلوټه الوتکو له برید وروسته په موقتي ډول تړل شوې ده. د سعودي چارواکو په وینا، دغه بریدونه د عراق له خاورې ترسره شوي او په پېښه کې د نللیکې ځینې برخې زیانمنې شوې دي
په همدې وخت کې د هرمز په تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید راپور هم ورکړل شوی، چې له امله یې د نړیوالې انرژۍ د لېږد پر امنیت اندېښنې لا زیاتې شوې دي. د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو سمندري مسیرونو څخه دی
شنونکي خبرداری ورکوي چې که د سیمې امنیتي وضعیت نور هم خراب شي او د تېلو د تولید او لېږد مهمې لارې له خنډ سره مخ پاتې شي، د خامو تېلو بیې ښايي لا لوړې شي. د تېلو د بیو دوامداره لوړوالی کولی شي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د سونتوکو او نورو توکو پر بیو هم فشار زیات کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?