اسټرالیا : په ملبورن هوايي ډګر کې افغان وګړی د تاوتریخوالي ډکو افراطي ویډیوګانو د ساتلو په تور نیول شوی
اسټرالیا : په ملبورن هوايي ډګر کې افغان وګړی د تاوتریخوالي ډکو افراطي ویډیوګانو د ساتلو په تور نیول شوی
بریانیوز سه شنبه (۲۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د اسټرالیا فدرال پولیسو یو ۳۰ کلن افغان وګړی د ملبورن په نړیوال هوايي ډګر کې د تاوتریخوالي ډک افراطي توکو د ساتلو په تور نیولی دی
د اسټرالیا د فدرال پولیسو په وینا، نیول شوی کس محمد احمدزي نومېږي او د سپټمبر پر ۱۲مه هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د منځني ختیځ له لارې افغانستان ته سفر وکړي. د محکمې د معلوماتو له مخې، نوموړي غوښتل افغانستان ته د خپل ناروغ پلار د لیدو لپاره ولاړ شي
پولیس وایي، د نوموړي له یوه ضبط شوي ګرځنده ټیلیفون څخه داسې ویډیوګانې موندل شوې چې پکې ډزې، د خلکو ډلهییزه وژنه او د یرغمل شویو کسانو د سر پرې کولو صحنې لیدل کېږي. چارواکي ادعا کوي چې دغه مواد د تاوتریخوالي له افراطي محتوا سره تړاو لري
احمدزي د یکشنبې په ورځ د ویډیو له لارې د ملبورن د مجسټریټ محکمې په غونډه کې ګډون وکړ. نوموړی د تاوتریخوالي د افراطي موادو د ساتلو ترڅنګ، پولیسو ته د خپل برېښنايي وسیلې د لاسرسي نه ورکولو په تړاو له یوه بل تور سره هم مخ دی
د پولیسو په وینا، دا قضیه د ویکټوریا ایالت د هغو کسانو په اړه د یوې پراخې څېړنې برخه ده چې د اسلامي دولت ډلې اړوند تبلیغاتي او تاوتریخوالي ډک مواد یې د انټرنېټ له لارې ترلاسه کړي یا له نورو سره شریک کړي دي. احمدزي د دې قضیې شپږم کس دی چې د اسټرالیا فدرال پولیسو له لوري نیول او تورن شوی دی
د تاوتریخوالي د افراطي موادو د ساتلو تور په اسټرالیا کې تر پنځو کلونو بند سزا لرلی شي. خو پر احمدزي لګېدلي تورونه لا په محکمه کې د څېړنې لاندې دي او تر اوسه د هغه د جرم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې
د نوموړي قضیه به د ملبورن په مجسټریټ محکمه کې بیا وڅېړل شي، په داسې حال کې چې پولیس لا هم د دې شبکې او د نیول شوو کسانو ترمنځ د احتمالي اړیکو په اړه خپلې څېړنې روانې ساتي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?