news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مشهد : ایران او افغانستان ترمنځ د رسمي پُستي خدمتونو د پیل لپاره زمینه برابره شوه

مشهد : ایران او افغانستان ترمنځ د رسمي پُستي خدمتونو د پیل لپاره زمینه برابره شوه

مشهد : ایران او افغانستان ترمنځ د رسمي پُستي خدمتونو د پیل لپاره زمینه برابره شوه

 بریانیوز سه شنبه (۲۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

  د ایران د رضوي خراسان ولایت د پُست عمومي مدیر حسین شریفي وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ د پُستي کڅوړو او پارسلونو د رسمي تبادلې لپاره اړینې زیربناوې برابرې شوې دي او دغه بهیر به ډېر ژر پیل شي

شریفي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پُستي همکاریو د هوکړه‌لیک د لاسلیک لپاره به د افغانستان د پُست ادارې یو پلاوی روانه میاشت تهران او مشهد ته سفر وکړي

د هغه په وینا، د پُستي کڅوړو د لېږد بهیر به د رضوي خراسان او د افغانستان د هرات ترمنځ د ځمکنۍ پولې له لارې ترسره کېږي او په هوايي برخه کې به د مشهد ـ کابل مستقیمې الوتنې هم د پُستي توکو د لېږد لپاره وکارول شي

د ایران د پُست چارواکي ویلي، د دې خدمتونو له فعالېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنايي سوداګرۍ لپاره هم زمینه برابره شي، څو په افغانستان کې پېرودونکي وکولای شي له ایراني شرکتونو څخه توکي او خدمتونه واخلي او خپل فرمایشونه د رسمي پُستي شبکې له لارې ترلاسه کړي

شریفي زیاته کړې، د افغانستان او ایران ترمنځ د پُستي همکاریو د بیا پراخېدو لپاره له مخکې هم خبرې شوې دي. د روان کال په جولای کې د ایران د سفیر مرستیال په کابل کې د افغان پُست له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پُستي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې کړې وې

د ایران چارواکي وایي، د دغه بهیر په عملي کېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پُستي خدمتونو ترڅنګ د سوداګریزو راکړو ورکړو او انلاین پېر او پلور لپاره هم نوې اسانتیا رامنځته شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto