د احصایې اداره: د افغانستان ۹۲.۶ سلنه سړکونه لا هم خام دي
بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وايي، د افغانستان د سړکونو ټوله شبکه ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومترو ته رسېږي، چې له دې ډلې یوازې ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومتره، یعنې ۷.۴ سلنه، پاخه سړکونه دي
د ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد د سړکونو ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کیلومتره برخه، چې ۹۲.۶ سلنه جوړوي، لا هم خامه ده. دغه ارزونه د افغانستان د سړکونو د شبکې د بشپړ او واحد انځور د برابرولو لپاره ترسره شوې ده
د احصایې ادارې په وینا، د دې ارزونې لپاره د عامه کارونو او کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو معلومات، د نړیوالې نقشې معلومات او د سپوږمکۍ انځورونه راټول او تحلیل شوي دي
د ولایتونو ترمنځ د پاخه سړکونو د اوږدوالي له پلوه هم د پام وړ توپیر لیدل کېږي. کابل د ۴ زره او ۸۴ کیلومتره پاخه سړکونو په لرلو سره تر ټولو مخکې دی، په داسې حال کې چې نورستان یوازې ۱۲ کیلومتره پاخه سړک لري
د پاخه سړکونو د ونډې له مخې، کاپیسا د ۲۵.۱ سلنې په لرلو سره د ولایتونو په کچه تر ټولو لوړه کچه لري، خو دایکنډي او غور د خپلو سړکونو یوازې ۰.۵ سلنه پاخه سړکونه لري
په دې ارزونه کې د هېواد په کچه ۴ زره او ۷۴۷ واړه او لوی پلونه، ۸ زره او ۶۸۱ پلچکونه او ۸۵۴ د سېلابونو د تېرېدو لارې هم ثبت شوې دي. همداراز ۱۶ ویجاړ شوي پلونه او ۲۴۹ هغه ځایونه په نښه شوي چې د نوي پل جوړولو اړتیا لري
د ادارې د ارزونې له مخې، د کلیوالو وګړو د سړکونو لاسرسي هم څېړل شوی؛ شاوخوا ۴۱ سلنه کلیوال نفوس پاخه سړکونو، ۶۳ سلنه عمومي سړکونو او ۹۶ سلنه د هېواد ټولې سړکونو شبکې ته لاسرسی لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?