news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

محمود خان اڅکزی: پاکستان د ماتېدو پر دوه‌لارې ولاړ دی، اساسي قانون باید حاکم شي

محمود خان اڅکزی: پاکستان د ماتېدو پر دوه‌لارې ولاړ دی، اساسي قانون باید حاکم شي

محمود خان اڅکزی: پاکستان د ماتېدو پر دوه‌لارې ولاړ دی، اساسي قانون باید حاکم شي

بریانیوز سه شنبه (۲۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د افغانستان او عراق په اړه د امریکا او اروپايي هېوادونو پر سیاستونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې لوېدیځو هېوادونو د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره په دغو هېوادونو کې د جګړو پر مهال د میلیونونو انسانانو د وژل کېدو زمینه برابره کړې ده

اڅکزي ویلي، د افغانستان او عراق جګړو نه یوازې د دغو هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي وضعیت ژور اغېز کړی، بلکې د سیمې پر ثبات یې هم دروند سیوری غوړولی دی

نوموړي د پاکستان اوسنی وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او خبرداری یې ورکړی چې دغه هېواد د ماتېدو پر دوه‌لارې ولاړ دی. د هغه په وینا، که د هېواد د سیاسي او اداري ستونزو د هواري لپاره اساسي ګامونه پورته نه شي، وضعیت به لا پسې کړکېچن شي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ټینګار کړی چې په پاکستان کې باید اساسي قانون په بشپړه توګه حاکم شي او ټولې ادارې باید د قانون له چوکاټ سره سم خپل مسوولیتونه ترسره کړي

اڅکزي همداراز ویلي چې پوځ باید له سیاست څخه ووځي او د هېواد د سیاسي پرېکړو واک باید ملکي ادارو او په ځانګړي ډول پارلمان ته وسپارل شي. هغه پارلمان د خلکو د رایو پر بنسټ د واک اصلي سرچینه بللې ده

نوموړي د پښتنو او بلوڅانو د سیاسي، اقتصادي او اساسي حقونو پر خوندیتوب هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان د ثبات لپاره د ټولو قومونو او سیمو حقونو ته درناوی اړین دی

اڅکزي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په پاکستان کې د سیاسي واک، د پوځ د رول او د قومونو د حقونو په اړه بحثونه لا هم تود دي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto