news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

جرمني : لایپزیګ کې د افغان کډوالو د احتمالي شړلو پر ضد لاریون

جرمني : لایپزیګ کې د افغان کډوالو د احتمالي شړلو پر ضد لاریون

جرمني : لایپزیګ کې د افغان کډوالو د احتمالي شړلو پر ضد لاریون

بریانیوز سه شنبه (۲۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د جرمني په لایپزیګ ښار کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو د هغو افغان کډوالو د احتمالي شړلو پر ضد لاریون کړی چې ویل کېږي ښايي له دغه ښار څخه د چارټر الوتنې له لارې افغانستان ته واستول شي

لاریون کوونکو ویلي، د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه ښايي کابل ته د افغان کډوالو د لېږد لپاره ځانګړې الوتنه ترسره شي؛ خو تر اوسه جرمني چارواکو په رسمي ډول د دغې الوتنې ترسره کېدل نه دي تایید کړي

د معترض ایتلاف ویاندې لوکا مولر پر حکومت نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ د جرمني حکومت او د طالبانو ترمنځ د پټو هوکړو له امله ترسره کېږي

مولر غوښتنه کړې چې جرمني باید له طالبانو سره هر ډول همکاري سمدستي پای ته ورسوي او د افغان کډوالو د شړلو بهیر ودروي

په لاریون کې ګډونوالو د کډوالو د ایستلو پر تګلارې سختې نیوکې وکړې او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د هغو افغانانو د خوندیتوب موضوع په پام کې ونیسي چې د شړلو له خطر سره مخ دي

د لاریون د جوړوونکو په وینا، د کډوالو افغانستان ته ستنول په داسې حال کې د اندېښنې وړ دي چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو او امنیت وضعیت لا هم د نړیوالو بنسټونو د پام وړ موضوع ده

تر اوسه د جرمني حکومت یا اړوندو چارواکو د لاریون د ادعاوو او له لایپزیګ څخه افغانستان ته د احتمالي الوتنې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto