news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

صنعا : حوثیانو پر سعودي پوځي اډې د پراخ برید ادعا کړې؛ د تېلو بیه لوړه شوې

صنعا : حوثیانو پر سعودي پوځي اډې د پراخ برید ادعا کړې؛ د تېلو بیه لوړه شوې

صنعا : حوثیانو پر سعودي پوځي اډې د پراخ برید ادعا کړې؛ د تېلو بیه لوړه شوې

بریانیوز سه شنبه (۲۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان په خمیس مشیط سیمه کې یې پر ملک خالد هوايي اډې پراخ برید کړی دی

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، په دغه برید کې یې لسګونه بې‌پیلوټه الوتکې او بالستیک توغندي کارولي دي. تر اوسه د سعودي عربستان له لوري د دغې ادعا د بشپړ تایید یا د اوښتو زیانونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ نښتې د منځني ختیځ د روان کړکېچ له پراخېدو سره یو ځل بیا زیاتې شوې دي. حوثیان په وروستیو ورځو کې د سعودي پر پوځي او انرژۍ اړوندو تاسیساتو د بریدونو ادعاوې کوي

د دغو بریدونو له زیاتېدو سره د نړیوالو بازارونو د تېلو بیې هم لوړې شوې دي. د رویټرز د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ د برېنټ خام تېلو بیه ۳.۶۲ ډالره لوړه شوه او هر بېرل په شاوخوا ۱۰۸.۲۳ ډالرو وپلورل شو، په داسې حال کې چې د امریکا د تېلو بیه هم له درې سلنې ډېره لوړه شوه

د تېلو د بیو د لوړوالي یو مهم لامل د سعودي عربستان پر انرژۍ بنسټونو د بریدونو له امله د نړیوالو تېلو د رسولو په اړه د بازارونو اندېښنه بلل کېږي. د سعودي ختیځ ـ لویدیځ د تېلو مهمه نل‌لیکه هم د وروستیو بریدونو له امله له فعالیت څخه وتلې، چې د نړیوالې عرضې په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي

د بازار شنونکي خبرداری ورکوي چې که په سیمه کې پوځي کړکېچ دوام وکړي او د تېلو د لېږد مهمې لارې له خنډ سره مخ شي، د انرژۍ بیې ښايي لا لوړې شي او د نړۍ پر اقتصاد فشار زیات کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto