news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ژغورنې نړیواله کمېټه: په پاکستان کې افغان ماشومان له زده‌کړو پاتې کېدو له ګڼو خنډونو سره مخ دي

د ژغورنې نړیواله کمېټه: په پاکستان کې افغان ماشومان له زده‌کړو پاتې کېدو له ګڼو خنډونو سره مخ دي

د ژغورنې نړیواله کمېټه: په پاکستان کې افغان ماشومان له زده‌کړو پاتې کېدو له ګڼو خنډونو سره مخ دي

بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ماشومان لا هم د قانوني وضعیت د ناڅرګندتیا، له هېواد څخه د اېستلو د وېرې او اقتصادي ستونزو له امله زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي

د دغې ادارې د سپټمبر ۱۵مې په راپور کې ویل شوي، چې په بلوچستان کې مېشت افغان کډوالې کورنۍ له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي او د قانوني اسنادو د وضعیت تر څنګ د کور، کار او بنسټیزو خدمتونو په برابرولو کې هم له ستونزو سره مخامخ دي

د راپور له مخې، په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره ښوونځي له استوګنیزو سیمو څخه لرې دي او د کورنیو کم عاید د دې لامل شوی چې یو شمېر ماشومان د زده‌کړو پر ځای د کار کولو ته اړ شي

دغه اداره وايي، ډېری افغانې کورنۍ د ورځني مزدورۍ او غیررسمي کارونو له لارې خپل ژوند پر مخ وړي، چې له امله یې د ماشومانو د زده‌کړو دوام هم له اقتصادي ستونزو سره تړلی پاتې دی

د ژغورنې نړیواله کمېټه په بلوچستان کې د افغان کډوالو او کوربه ټولنو لپاره د زده‌کړې، روغتیا او خوندیتوب په برخو کې د مرستو پروګرامونه هم عملي کوي. د دغې ادارې په وینا، په چمن، قلعه عبدالله او پښین ولسوالیو کې یې د زیان‌منو کورنیو د ملاتړ لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي دي

د کډوالو د ستنولو او اېستلو د بهیرونو زیاتېدو هم د افغان کورنیو اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه وضعیت د ماشومانو د زده‌کړو پر دوام سربېره، د کورنیو د راتلونکي پلان جوړونې او د بنسټیزو خدمتونو د ترلاسه کولو وړتیا هم اغېزمنوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto