بیجینګ: امریکا دې په فضا کې پوځي پراختیا ودروي
بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
چین له امریکا غوښتي چې په فضا کې خپله پوځي پراختیا ودروي او د نړیوال ستراتېژیک ثبات د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون ویلي، هېواد یې د فضا د سولهییزې کارونې ملاتړ کوي او د فضا د وسلوال کولو، د جګړې پر ډګر د بدلولو او د وسلوالې سیالۍ له رامنځته کېدو سره مخالفت لري. نوموړي له واشنګټنه غوښتي چې په فضا کې د خپلو پوځي وړتیاوو له پراختیا ډډه وکړي
د چین دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د امریکا د هوايي ځواک وزیر تروي مینک اعلان وکړ چې امریکايي فضايي ځواک په مدار کې د «فضايي کنټرول وسلې» ځای پر ځای کړې دي. نوموړي ویلي، دغه وسلې د احتمالي دښمنانه ګواښونو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو د دفاع لپاره کارول کېدای شي
مینک د دغو وسلو د شمېر، بڼې او دقیقو وړتیاوو په اړه جزئیات نه دي ورکړي. امریکايي چارواکي وايي، د دغو وړتیاوو د اعلان یوه موخه د احتمالي مخالفانو مخنیوی او د امریکا د فضايي وسایلو ساتنه ده
چین په داسې حال کې د امریکا د فضايي پوځي پراختیا د درولو غوښتنه کوي چې واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې د چین او روسیې د فضايي او د فضا ضد پوځي وړتیاوو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د امریکا د فضايي ځواک په وینا، چین د فضايي او د فضا ضد وړتیاوو پراختیا د خپلې پوځي عصري کېدنې د تګلارې برخه ګرځولې ده
د امریکا د فضايي وسلو د رسمي اعلان او د چین د غبرګون له امله د فضا د پوځي کېدو او د احتمالي نوې وسلوالې سیالۍ په اړه اندېښنې یو ځل بیا زیاتې شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د فضايي وړتیاوو سیالي په داسې مهال پراخېږي چې سپوږمکۍ د مخابراتو، څارنې، موقعیت معلومولو او پوځي عملیاتو لپاره مهم رول لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?