news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ویاند عبدالقهار بلخي: له امریکا او نورو هېوادونو سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکي یو

ویاند عبدالقهار بلخي: له امریکا او نورو هېوادونو سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکي یو

ویاند عبدالقهار بلخي: له امریکا او نورو هېوادونو سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکي یو

بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکی دی او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او همکارۍ پراختیا غواړي

بلخي له «سي‌بي‌اېس» سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ د افغانانو دي او د دغو شتمنیو کنګل پاتې کېدل د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي. نوموړي ټینګار کړی چې د بانکي شتمنیو او په افغانستان کې پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو پر سر به له هېڅ لوري سره معامله ونه شي

د هغه په وینا، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د کارولو اجازه ورنه کړل شي او سرپرست حکومت غواړي له نړیوالې ټولنې سره اړیکې، تعامل او همکاري پراخه کړي

بلخي همداراز ویلي چې په کور کې د نجونو زده‌کړه منع شوې نه ده او نجونې کولای شي له خپلو کورونو یا د ښوونکو په مرسته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. نوموړي په دې مرکه کې د نجونو د زده‌کړو د اوسني وضعیت په اړه ویلي چې له اووم ټولګي پورته د نجونو د عامه زده‌کړو یوه ځانګړې بڼه اوس مهال ځنډول شوې، خو دا د زده‌کړې له حق څخه د هغوی د بشپړ محرومیت په معنا نه ده

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر رسمي زده‌کړو بندیز لا هم دوام لري او د هغوی د زده‌کړو د راتلونکي په اړه نړیوالې اندېښنې مطرح دي. د ملګرو ملتونو په وروستیو ارزونو کې هم د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او نورو حقونو د محدودیتونو د دوام یادونه شوې ده

بلخي ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت له امریکا سره د اړیکو د عادي کېدو په ګډون، له ټولو هېوادونو سره د رسمي اړیکو او متقابل تعامل لپاره چمتووالی لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto