انتونیو ګوترېش: په تېرو دوو کلونو کې له ۸۵۰۰ ډېر بریدونه پر زدهکړو شوي
بریانیوز پنجشنبه ( ۱۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
ملګري ملتونه — د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې په تېرو دوو کلونو کې په ټوله نړۍ کې له ۸۵۰۰ ډېر بریدونه پر ښوونځیو، زدهکوونکو او ښوونکو شوي دي
ګوترېش ویلي، د جګړو او تاوتریخوالي له امله د زدهکړو پر مرکزونو بریدونه نه یوازې د ښوونځیو ودانۍ زیانمنوي، بلکې د میلیونونو ماشومانو د زدهکړو حق هم له جدي ګواښ سره مخ کوي
نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د جګړو او شخړو پر مهال د ښوونځیو، زدهکوونکو او ښوونکو د خوندي ساتنې لپاره لا پیاوړي اقدامات وکړي او د زدهکړو د دوام لپاره لازمې لارې چارې برابرې کړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې ښوونځي باید د جګړو په ډګرونو بدل نه شي او ماشومان باید وکولای شي له وېرې او تاوتریخوالي پرته خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي
د ملګرو ملتونو په وینا، وسلهوالې شخړې په بېلابېلو هېوادونو کې د ښوونځیو د ویجاړېدو، د زدهکوونکو او ښوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو او د میلیونونو ماشومانو د زدهکړو د ځنډېدو لامل شوې دي. د ښوونیزو مرکزونو د ساتنې نړیوالې ژمنې هم د دې لپاره رامنځته شوې چې د جګړو پر مهال د زدهکړو چاپېریال خوندي پاتې شي
ګوترېش په داسې حال کې د ښوونې او روزنې د خوندیتوب غوښتنه کوي چې په یو شمېر جګړهځپلو سیمو کې ماشومان له کلونو راهیسې له منظمې زدهکړې بېبرخې دي او زرګونه ښوونځي د جګړو له امله زیانمن شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?