news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

شیخ ندا محمد ندیم: محصلین دې له مسلکي زده‌کړو سره اسلامي زده‌کړې هم وکړي

شیخ ندا محمد ندیم: محصلین دې له مسلکي زده‌کړو سره اسلامي زده‌کړې هم وکړي

شیخ ندا محمد ندیم: محصلین دې له مسلکي زده‌کړو سره اسلامي زده‌کړې هم وکړي

 بریانیوز پنجشنبه ( ۱۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ ندا محمد ندیم، د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون په یوه غونډه کې له محصلینو غوښتي چې د مسلکي او عصري زده‌کړو ترڅنګ اسلامي زده‌کړو ته هم پاملرنه وکړي او پر اسلامي نظام باور ولري

ندا محمد ندیم ویلي، د اسلامي او جمهوري نظامونو ترمنځ د قوانینو د سرچینې له پلوه توپیر شته. د نوموړي په وینا، په اسلامي نظام کې د قوانینو بنسټ قرآن کریم او نبوي احادیث دي، خو په جمهوري نظامونو کې قوانین د انسانانو له لوري جوړېږي

نوموړي ټینګار کړی چې محصلین باید د خپلو مسلکي زده‌کړو ترڅنګ د دیني علومو په زده‌کړه کې هم هڅه وکړي او خپلې پوهې د اسلامي ارزښتونو له مخې وکاروي

په همدې غونډه کې د چارو ادارې عمومي رئیس نورالحق انور هم په اسلامي ټولنه کې د امیر پر شتون او د هغه د فرمانونو پر اهمیت خبرې کړې دي

انور ویلي، د اسلامي ټولنې د نظم او ثبات لپاره د امیر شتون مهم دی او د الله تعالی او د هغه د رسول له اوامرو وروسته د امیر د امر منل هم واجب ګڼل کېږي

د غونډې ویناوالو پر دیني زده‌کړو، د اسلامي نظام پر ملاتړ او د هېواد د راتلونکي لپاره د مسلکي کادرونو پر روزنې ټینګار کړی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto