ولسمشر ډونالد ټرمپ: که جمهوري غوښتونکي بریالي شي، هر امریکايي بالغ ته به ۵۰۰۰ ډالر ورکړل شي
بریانیوز جمعه (۲۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ګوند د منځمهاله ټاکنو د لومړي کنوانسیون په پای کې ژمنه کړې چې که دغه ګوند د نومبر په ټاکنو کې د کانګرس واک وساتي، هر امریکايي بالغ ته به ۵۰۰۰ ډالر ورکړي
ټرمپ دغه پیسې د «ټرمپ ونډې» په نوم یادې کړې او ویې ویل چې امریکایان به یې د جمهوري غوښتونکو د بریا په صورت کې ترلاسه کړي. نوموړي د دې طرحې د عملي کېدو کره څرنګوالی او د پیسو د تمویل بشپړ جزئیات نه دي روښانه کړي
د راپورونو له مخې، که شاوخوا ۲۷۰ میلیونه امریکايي بالغان د دې مرستې مستحق وبلل شي، د طرحې ټول لګښت به نږدې ۱.۳۵ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي
د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي ونس ویلي، ښايي د تعرفو له عوایدو څخه د دې پیسو د برابرولو لپاره کار واخیستل شي، خو د امریکا د حکومت اوسني تعرفهیي عواید د دې ستر لګښت د بشپړ پوښښ لپاره کافي نه ښکاري
د ټرمپ دا ژمنه داسې مهال مطرح شوې چې د امریکا د منځمهاله کانګرس ټاکنې د نومبر پر درېیمه ترسره کېږي. د طرحې د عملي کېدو لپاره د کانګرس تصویب ته اړتیا ده او د دې د مالي اغېزو په اړه هم د اقتصادي کارپوهانو او د دواړو ګوندونو ترمنځ بحثونه راپورته شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1800
-
اخبار افغانستان
950
-
مقاله
744
-
سیاست
331
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl