اسلاماباد: د ټولو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه نه ده شوې
بریانیوز جمعه (۲۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدرخان وايي، د دغه هېواد حکومت له پاکستان څخه د ټولو افغان محصلانو د ایستلو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده کړې
حیدرخان څرګنده کړې چې هغه افغان محصلان چې په رسمي او باوري تحصیلي پروګرامونو کې شامل دي او معتبرې ویزې لري، کولای شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زدهکړې تر بشپړېدو پورې دوام ورکړي
نوموړي ټینګار کړی چې د تحصیلي ویزې لرونکي افغان محصلان، تر هغه چې خپلې ویزې او د زدهکړو اړوند اسناد یې معتبر وي، د خپلو تحصیلي پروګرامونو د بشپړولو لپاره په پاکستان کې د پاتې کېدو حق لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې په دغه هېواد کې د افغان محصلانو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
په وروستیو ورځو کې د افغان طبي محصلانو په اړه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا له پرېکړو وروسته یو شمېر افغان محصلانو او د هغوی ملاتړو د خپلو زدهکړو د راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، د ټولو افغان محصلانو د ایستلو لپاره کومه عمومي پرېکړه نشته او هغه محصلان چې معتبره ویزه او رسمي تحصیلي اسناد ولري، کولای شي خپلې زدهکړې په پاکستان کې بشپړې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1800
-
اخبار افغانستان
950
-
مقاله
744
-
سیاست
331
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl