news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ریچارډ بېنېټ: طالبان باید د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو یوازینی لوری نه وي

ریچارډ بېنېټ: طالبان باید د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو یوازینی لوری نه وي

ریچارډ بېنېټ: طالبان باید د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو یوازینی لوری نه وي

 بریانیوز جمعه (۲۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، طالبان باید د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو اترو یوازینی لوری ونه بلل شي

بېنېټ ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هر ډول سیاسي بحث او پرېکړه باید د هېواد د بېلابېلو قشرونو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، مدني ټولنې او نورو افغانانو نظرونه هم په پام کې ونیسي

نوموړي ویلي، د افغانستان د راتلونکي په اړه د یوه ټولشموله بهیر رامنځته کول اړین دي او د هېواد هېڅ قشر باید له سیاسي او ټولنیزو بحثونو څخه په بشپړه توګه ونه ایستل شي

ریچارډ بېنېټ تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړې دي

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي، د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل او د یوه ټولشموله سیاسي بهیر د رامنځته کېدو په اړه بحثونه لا هم دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto