د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار په خپله تازه لیکنه کې په افغانستان کې د نفت او ګازو د استخراج او انتقال له نوو قراردادونو سره تړلي جیوپولیټیکو سیالیو ته کتنه کړې ده.
بریانیوز- جمعه ٢٧ سنبله ١٤٠٥
نوموړي د ډلټا شرکت له لوري د هرات د کشک–تیرپل سیمې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج قرارداد د ۱۹۹۰مو کلونو له انرژۍ، نیابتي جګړو او نړیوالو سیالیو سره تړلی بللی او خبرداری یې ورکړی چې د داسې سترو ملي پروژو په اړه له ولسي او قانوني مشارکت پرته پرېکړې کولی شي د افغانستان پر راتلونکي سیاسي او امنیتي وضعیت اغېز ولري.
بشپړ لیکنه...
په سيمي کي څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
د نفت شركتونه، نيابتي جنگونه، كرايي جنگيالي او دلالان ئې د افغانستان په جنگونو كي د سترو استعماري ځواكونو؛ شوروي اتحاد او امريكا او د دوى اسخباراتي شبكو ونډه؛ تر ډېره حده جوته او څېړل شوې؛ خو د تيل شركتونه، نيابتي جنگونه، كرايي جنگيالي او دلالان ئې لږ د رسنيو تر كامرو لاندي نيول شوي؛ په داسي حال كي چي د دوى ونډه تر بل هر لوري زياته اغېزمنه او ستره وه؛ دومره چي له بريا وروسته د همدې شركتونو مأمورين او دلالان پر لوړو كرسيو نصب شوي؛ څوك سفير شوى، له چا د مفتوحه هېواد واى سرا جوړ شوى او له چا صدراعظم او جمهور رئيس!! اقتدار همغو ډلو او كرايي جنگياليو ته سپارل شوى چي دوى غوره او استخدام كړي وو.
په دې وروستيو كي د سعودي اړوند «ډلټا» شركت؛ د طالبانو له امارت سره؛ د كشك او تيرپل د سيمي د نفت او گاز د استخراج لپاره، د ۲۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت تړون لاسليك كړ. د پام وړ ټكى ئې دا وو چي په كابل كي د امريكا پخوانى سفير او د امريکايي «يونوكال» شركت پخوانى مأمور؛ د دې تړون په غونډو كي د دلال او منځگړي په توگه حاضر وو. تر دې لا په زړه پوري دا چي واشنگټن اعلان وكړ: هغه نه د امريكا مأمور دئ او نه د امريكا استازيتوب كوي. د سعودي غبرگون هم بشپړ سكوت او چوپتيا او له څه ويلو ډډه كول وو؛ نه په كابل كي د سعودي سفير يا كوم بل استازى په غونډو كي حاضر وو او نه ئې د تړون د تأييد يا رد په اړه كومه اعلاميه خپره كړه.
خو د امارت له آدرسه د دې تړون د ابعادو او گټو په اړه تبصرې او ستايني ډېري عجيبي او له شور او ولولو ډكي وې؛ په داسي حال كي چي دوى د دې ډول تړون پايلي دېرش كاله وړاندي، د خپلي واكمنۍ په لومړۍ دوره كي ليدلې او څكلې دي. دا د يوې تجربې لومړنۍ آزموينه نه ده؛ بلكي د هغي تجربې تكرار دئ چي تر نيمي پېړۍ زياته مخينه لري او د افغانستان په ناامنيو او نيابتي جگړو كي ئې پراخه ونډه وه. څو بېلگي ئې دا دي:
پنځه پنځوس كاله وړاندي او د ظاهر خان د مطلقه شاهي واكمنۍ په وروستيو كي؛ امريكا چي د افغانستان د سوېل او لوېديځ پروژو امتياز ئې په لاس كي وو؛ د همدې سيمي د زېرمو اهميت ته په پام سره ئې هلته د نفت او گاز د پلټنو كار پيل كړ؛ اړيني ودانۍ ئې جوړي كړې او لومړني گامونه ئې واخيستل؛ خو د رضا شاه پهلوي جدي ناخوښۍ د دې سبب شوه چي امريكا خپل كار په نيمه لار كي ودروي؛ ځكه ايران هغه مهال په سيمه كي د امريكا ژاندارم وو او د امريكا لپاره ئې اهميت تر اسرائيلو هم زيات وو. د ايران د اعتراض وجه دا وه چي د بادغيس او هرات د سيمي د نفت او گاز استخراج؛ د ايران پر زېرمو جدي اغېز درلود؛ دا سيمې يو له بل سره نښتې او گاونډۍ دي.
بيا پنځه كاله وروسته او د سردار داؤد په واكمنۍ كي؛ او هغه مهال چي د امريكا ځاى روسانو ونيولو؛ هغوى همدلته د تفحصاتو او استخراج ابتدائي كارونه پيل كړل خو بخت ورسره ياري ونكړه او د دوى كار هم نيمگړى پاته شو. د داؤد خلاف كودتا، د كمونستانو ناكامه واكمني او په پاى كي د افغانستان اشغال او نژدې 14 كاله جنگ هم موقع ورنه كړه چي دا سيمه د دوى اړوند شركت؛ گاز پروم په واك كي شي.
كله چي نيابتي ډلي جوړي او د هغوى نيابتي جگړي پيل شوې؛ د يونوكال او بريداس په څېر د تېلو نړۍ والو سترو شركتونو خپل رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړل؛ بريداس موفق شو د جبل السراج ائتلاف استخدام كړي؛ د ائتلافي حكومت خارجه وزير عبدالرحيم غفور زي له لاري ئې هڅه وكړه د كابل واكمن قانع او له دې سره توافق ته تيار كړي چي د تركمنستان گاز او نفت د همدې شركت په مديريت كي د بادغيس– هرات له لاري پاكستان او هند ته انتقال شي؛ هغوى له اعلان پرته توافق وكړ، هديو، تحفو او ابتدائي مالي مرستو خپل كار وكړ؛ خو دا موافقه ډېره موده پټه پاته نشوه؛ په امريكايي رسنيو كي دا خپره شوه چي د ۱۹۹۶ په لومړيو کي Bridas د برهانالدين رباني حکومت ته يو مليون ډالر ورکړل؛ د Bridas په وينا دا د ژمي د سون موادو لپاره مرسته وه؛ خو د امريکا د استيناف محکمې په Bridas v. Unocal (بريداس د يونوكال مقابل كي) تر نامه لاندي قضيه کي دا ورکړه د هغه تړون په بدل کي ياده شوې چي Bridas ته ئې د افغانستان په خاوره کي د نلليکو جوړولو حق ورکولو. نورو سرچینو دا پټه معامله لا زياته افشاء كړه او وئې ويل: ...بریداس د جبل السراج ائتلاف يوه مشهور غړي ته د یو میلیون ډالرو وړاندیز کړى وو چي د یونوکال پروژه له ستونزو سره مخ کړي او که یونوکال قرارداد وگټي؛ نو د پایپلاین د تېرولو مخنيوى وكړي.
د بريداس دا يو مليون ډالري لومړنۍ تحفه غفور زي ته وركړى شوې وه؛ د ائتلافي حکومت د بهرنیو چارو وزیر وو چي بيا په ۱۹۹۷ كي د اگست مياشتي په ۱۱مه د صدراعظمۍ مقام ته لوړ شو؛ خو هغه له دې تقرري فقط لس ورځي وروسته؛ د اگست په ۲۱مه؛ د بامیان له سفر كابل ته د راستنېدو په مهال د الوتکي د نسكورېدو او انفجار په پيښي كي له خپل ټول ټيم سره يو ځاى ووژل شو؛ ويل كېږي دا له مخكي تنظيم شوې تروريستي پېښه وه. د ملگرو ملتونو رسمي سند هم وایي چي هغه د ۱۹۹۷ د اگست په ۲۱مه د الوتکي په حادثه کي مړ شو؛ الوتكه روسي (Antonov An-32) انتونوف-ان 32 وه. په رسنيو كي دا هم وويل شول چي دا مبلغ په امريكا كي د غفور زي بانكي حساب ته انتقال شوې وې؛ نه د كابل كوم حكومتي بانكي حساب ته. په دې كي هيڅ شك نشته چي دا پېښه يو ترور وو او په هغې كي د اړوند شركتونو تر منځ جدي سياليو خپل اغېز درلود.
بل لوري ته د امريكا يونوكال+ سعودي ډلټا؛ د تركمنستان نفت او گاز انتقال لپاره په 1997 م كي تر دې نامه CentGas (Central Asia Gas Pipeline Ltd لاندي څو مليته شركت (کنسرسيوم) جوړ كړ؛ په دې شركت كي ستره ونډه (46.5%) د يونوكال او (15%) د ډلټا وه؛ د نورو هر يوه تركمنستان، اندونيزيا، جاپان، جنوبي كوريا او پاكستان؛ (7%) يا تر دې لږ وه؛ د روسيې لپاره هم (10%) سهم په پام كي نيول شوى وو؛ خو دا هسي ټوكي ته ورته خبره وه؛ دا شركت اصلاً د روسيې گازپروم په خلاف او د مركزي آسيا پر زېرمو د مسكو د بشپړي سلطې ختمولو په موخه جوړ شوى وو؛ له همدې كبله ئې ډېر ژر په دې كنسرسيوم كي خپل عدم عضويت اعلان كړ؛ او په دې سره د مسكو لس سلنه سهم هم د امريكا پر 45 سلنه علاوه او 55 سلنه شو. يونوكال د طالبانو لورى غوره كړ، د دوى هيئت ئې امريكا ته دعوت كړ، په تحفو او ډاليو ئې ونازولو، اصلاً د طالبانو د ډلي په جوړولو كي د سعودي، متحده اماراتو، بريتانيا، امريكا او پاكستان گډ لاس وو، په دې موخه ئې دا ډله د پاكستان په كويټه كي او له كندهاري درانيو جوړه كړه چي د بريتانيا او سعودي گډ هدف افغانستان ته د پخواني شاهي رژيم او مخلوع پاچا بېرته راستنول وو؛ طالبانو له دې سره موافقه كړې وه؛ له همدې امله سعودي، متحده امارات او پاكستان د دوى حكومت په رسميت وپېژندو، ډلټا شركت ډاډه وو چي د تركمنستان د نفت او گاز ټولي زېرمي به د دوى لاس ته ورځي؛ مسكو او تهران ته دا حالت د زغملو نه وو؛ د طالبانو خلاف ئې د مسعود او رباني مرسته څو برابره زياته كړه، هره ورځ به څو الوتكي په روسي وسلو، مهماتو او په روسيه كي چاپېدونكو افغاني بانگ نوټونو بار، د مشهد له لاري كولاب ته رسېدلې او بيا به د تخار خواجه بهاء الدين ته انتقالېدې.
دا دئ نژدې درې لسیزي وروسته؛ ډلټا يو ځل بیا افغانستان ته راستنه شوې، مخکينى دلال بیا ورسره دئ او بیا د ترکمنستان، هرات، کندهار، پاکستان، هند او گوادر د نښلولو طرح تر لاس لاندي ده. له همدې امله د نننۍ پروژې او د ۱۹۹۰مو د طرحي تر منځ جیوپولیټیک تسلسل او يووالى له ورايه ښكاري؛ د سږ كال ۲۰۲۶ د سپتمبر په ۷مه د افغانستان د کانونو وزارت او سعودي Delta International د هرات د (کشک–تیرپل) د نفت او گاز د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک کړ؛ په لومړي پړاو كي ۲۰۰ میلیون ډالر پانگونه اعلان شوه او په كابل كي د امريكا پخوانى سفير هم د لاسلیک په مراسمو كي حاضر وو. دا ناڅاپي حضور نه وو؛ د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۲۴مه همدا سفير د ډلټا له اجرائیوي رئیس شاهر التقي سره د عبدالغني برادر په مجلس كي ناست وو او هلته په صراحت سره د (گاز د كشف، استخراج او د پایپلاین د غځولو) خبري شوې وې. د ډلټا اوسنۍ طرح یوازي د افغانستان د گازو استخراج نه دئ؛ د طالبانو د چارواکو له بیان سره سم؛ ډلټا غواړي په TAPI كي د ترکمنستان گاز واخلي، د ترکمنستان د گازو د ساحو د تولید ظرفیت لوړ کړي، له هرات تر سپینبولدک پایپلاین وغځوي، بيا ئې د پاکستان له لاري د هند تر پولي ورسوي او په گوادر كي د گازو ستر مرکز جوړ کړي. دا دومره ستره پروژه ده چي 50 مليارد ډالر پانگونه ايجابوي. څنگه ومنو چي د امريكا او سعودي حكومتونو له اجازې او موافقې پرته به دغه شركت د دومره ستري پانگوني جسارت كړى وي؛ هغه هم په داسي حال كي چي امريكا د كابل حكومت په رسميت نه پېژني او تر دې هم وړاندي ځي او وايي: د كابل حكومت د ترويزم او تروريستانو حامي دئ او په دې هېواد كي پانگونه تروريستانو ته گټه رسوي!!
دا شركتونه داسي هېوادونه غوره كوي چي نه اصولي او قانوني نظام لري، نه د ملت له حمايت برخمن حكومت، نه اساسي قانون، نه شورى او نه قوي او متحده مركزي اداره؛ د څو ځواكمنو څېرو په پېرلو سره كولى شي ټول حكومت او اداره ئې په خپلو منگولو كي ونيسي او چي څه غواړي هغه وكړي؛ لكه دا اوس چي د څو ځواكمنو په خپلولو سره وتوانېدل داسي تړون تر لاسه كړي چي د ډېرو نظامي، سياسي او مالي اقداماتو له لاري ئې نشو تر لاسه كولى!!
په يقين سره ويلى شو چي دا تړون به افغانانو ته د مخكي په څېر اوږدې او پراخي نيابتي جگړي له ځان سره لري؛ د دې شركت رقيبان به د بې اعتناء ناظر په څېر لاس تړلي پاته نشي؛ داسي تړونونه هغه مهال له ستونزو پرته پلي كېدى شي چي له يوه قانوني او د ملت په خوښه جوړ شوي حكومت سره وي؛ د پرديو د پيسو او وسلو په مټ جوړ شوي او تحميل شوي حكومتونه هيڅكله نشي كولى په ټول ملت پوري تړلي ارزښتونه او زېرمي؛ له دې او هغه سره معامله كړي او د داسي خپلسرو معاملو د بدو پايلو مخنيوى وكړي؛ كه څوك خپل شخصي كور هم پر بل پلوري نو اصولاً پر دې مكلف دئ چي د گاونډي رضايت او موافقه په پام كي ولري. خو نن د افغانستان وضعيت داسي دئ چي د يوې ډلي څو زورواكي كولى شي هېواد او ارزښتونه او زېرمي ئې كله پر امريكا وپلوري او كله پر روسيې او چين، كله پر هند او كله پر پاكستان، كله پر ايران او كله پر سعودي؛ پرته له دې چي ملت وپوښتي او داسي ستر ملي مسائل د ملت ممثلي شورى كي وڅېړي.
بايد دې ته متوجه وو چي روسیه د منځنۍ آسیا د انرژۍ پر صادراتي لارو د خپلي سلطې او انحصار دوام غواړي او په هره بيه د دې مخنيوى كوي چي د دې هېوادو گاز او نفت د افغانستان له لاري جنوب ته انتقال شي؛ ايران تر روسيې زيات د دې جدي مخالف دئ او په تېرو څو لسيزو كي ئې د دې پروژي د مخنيوي په موخه تر روسانو زياتي پانگوني كړې؛ تهران نه پرېږدي چي د پاكستان او هند دوه ستر ماركيټونه د تل لپاره له لاسه وركړي.
ډلټا + يونوكال او هر بل شركت يوازي په هغه صورت كي بريالى كېدى شي چي داسي ستره ملي معامله ئې له قانوني حكومت سره وي نه له يوه جنگي لوري سره؛ او تړون ئې له سيالو شركتونو سره د آزادي داوطلبۍ له مخي وي؛ نه د مخكي په څېړ د رشوتونو او څو زورواكو د پېرلو له لاري؛ كه دوى گمان كوي چي روسيه، چين او ايران دومره كمزوري كړى شوي چي اوس د دوى خلاف د څه كولو هيڅ توان نه لري؛ نو دا به يقيناً د دوى لويه اشتباه او پر خپل ځواك بې دليله غره كېدل وي؛ دوى په هرات كي دا تړون لاسليك كړ خو متصل ئې حوثيانو باب المندب ونيولو او پر سعودي ئې بريدونه وكړل؛ حتى د مكې په لوري د ډرون بريد وشو!! كه سعودي له تركيې او پاكستان سره دفاعي تړون لاسليك كړ، او دا دئ اوس محمد بن سلمان مصر ته ځي او له هغه به په رواني جگړي كي د گډون غوښتنه كوي؛ او د قطر او تركيې امنيتي مسئولين كابل ته راځي؛ شك نشته چي د دې ناڅاپي سفر يوه موخه به دا وي چي له طالبانو وغواړي د هند او ايران پر ځاى له تركيې او سعودي سره نژدې شي؛ معلومه نه ده چي طالبان به له تهران او هند سره خپله پخوانۍ ملگرتيا پالي او كه به خپل مخكينى جهت بدلوي او د ايران ضد ائتلاف كي شاملېدل به گټور گڼي؟ دا هم معلومه نه ده چي كه دې جهت ته رااوړي نو ونډه به ئې څه وي؟ د كابل اوسنى حكومت چي د يوې ډلي حكومت دئ؛ نه شورى لري، نه قانون اساسي؛ مشران ئې په بهر كي غوره شوي او كابل د امريكا له لوري ورسپارل شوى؛ او همدا اوس له جدي داخلي مخالفتونو او وسله وال مقاومت سره مخ دئ؛ كه څوك گمان كوي چي همدا حكومت؛ د دوى لپاره ډېر څه كولى شي؛ دا به ئې بله ستره اشتباه وي!!
مگر مخكينۍ ناكامي او خونړۍ تجربې كافي نه وې چي د ورته اقداماتو له تكرار ډډه شوې وى؟!
حكمتيار
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?