news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل : د هزاره او شیعه مشرانو غوښتنې؛ طالبان اوسنی نظام ټولګډونه دی

کابل : د هزاره او شیعه مشرانو غوښتنې؛ طالبان اوسنی نظام ټولګډونه دی

کابل : د هزاره او شیعه مشرانو غوښتنې؛ طالبان اوسنی نظام ټولګډونه دی

 بریانیوز شنبه ( ۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

  په کابل کې د هزاره او شیعه ټولنې یو شمېر مشرانو او دیني عالمانو په یوه غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د دوی حقونه خوندي کړي او په حکومتي جوړښت کې ورته ونډه ورکړي

د شیعه علماوو شورا غړي سید حسین عالمي بلخي ویلي، هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو د خپلو غوښتنو د مطرح کولو لپاره له طالبانو سره خبرې کړې، خو تر اوسه یې غوښتنو ته د پام وړ ځواب نه دی ورکړل شوی

په دې غونډه کې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان د ټولو قومونو او مذهبي ډلو حقوق باید په پام کې ونیول شي او له خلکو سره باید د قوم او مذهب پر بنسټ دوه‌ګونی چلند ونه شي. د هزاره او شیعه مشرانو یوه وروستۍ اعلامیه هم د دوی پر وړاندې د تبعیضي چلند په اړه اندېښنه څرګندوي

بلخوا، د طالبانو د ادارې د چارو مشر نورالحق انور د هزاره مشرانو د سیاسي ونډې غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي چې له دغو څرګندونو څخه د پخواني جمهوریت «بوی» راځي

انور ټینګار کړی چې په تېرو درېیو پېړیو کې په افغانستان کې هېڅ داسې حکومت نه و چې د ټولو ډلو ګډ حضور ولري او د طالبانو اوسنی نظام یې «بشپړ او خپلواک» بللی دی

د هزاره او شیعه مشرانو غوښتنې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د دوی د مذهبي مرکزونو، ځمکو، ټولنیزو حقونو او سیاسي ونډې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د دغې ټولنې یو شمېر مخور وايي، د ستونزو د حل لپاره باید له فشار او محدودیتونو پر ځای د خبرو او تفاهم لاره غوره شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto