د حزب اسلامي مشرحکمتیار: د افغانستان او پاکستان کړکېچ د هند او پاکستان د سیالۍ انعکاس دی
بریانیوزچهار شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ باید یوازې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اختلاف په توګه ونه کتل شي؛ بلکې د هغه په باور، د دې شخړې تر شا د هند او پاکستان پراخه سیاسي او امنیتي سیالي هم اغېز لري
حکمتیار ویلي، هغه کسان چې اوسنی وضعیت یوازې د پاکستان او یوې افغان ډلې ترمنځ جنجال ګڼي، د ده په وینا، د سیمې له پراخو سیاسي واقعیتونو سترګې پټوي. نوموړي ادعا کړې چې د هند او پاکستان ترمنځ پخوانۍ سیالي په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان پر وضعیت اغېز کړې او اوس هم د دواړو هېوادونو اختلافات د افغانستان په شرایطو کې خپل انعکاس لري
د حزب اسلامي مشر ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ترینګلتیاوې د جګړې او فشار له لارې نه شي هوارېدای او د دې وضعیت دوام کولای شي د دواړو هېوادونو پر خلکو، اقتصاد او سیمهییز ثبات نورې منفي اغېزې ولري
د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه
حکمتیار د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه هم سخت غبرګون ښودلی او دا یې د پاکستان لپاره «لویه تاریخي تېروتنه» بللې ده
هغه ویلي، د افغان کډوالو په زور ستنول، د هغوی پر وړاندې فشارونه او د کورونو نړول نه یوازې د زرګونو کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ کوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تاریخي اړیکې هم زیانمنوي
نوموړي ادعا کړې چې د افغان کډوالو جبري ستنول د پاکستان ستونزې نه شي حل کولای او برعکس، د کابل او اسلاماباد ترمنځ واټن لا زیاتوي
حکمتیار ویلي، د کډوالو پر وړاندې د فشارونو زیاتول او د هغوی په اړه سخت دریځ غوره کول په نهایت کې هغه هېوادونو ته ګټه رسولای شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له زیاتېدو سره خپلې سیمهییزې ګټې ویني
د هغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلاماباد اړیکې د امنیتي اندېښنو، سرحدي اختلافاتو او د افغان کډوالو د جبري ستنولو له امله له سخت ترینګلي پړاو سره مخ دي. د دواړو لورو ترمنځ د متقابلو تورونو تر څنګ، د کړکېچ د کمولو لپاره د سیاسي خبرو او د ستونزو د سولهییز حل غوښتنې هم زیاتې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?